کشمیریانو بیاهم د هند خلاف مظاهرې وکړې
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو د یو کشمیري مبارز قومندان او د هغه د مرستیال په وژلې باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د تهران راډیو هندي څانګې خبر ورکړی چې پر کشمیري مظاهره چیانو او معترضانو د هندي پوځیانو په ډزو کښې لږترلږه یو ځوان وژل شوی او لسګونه نور زخمي شوي دي چې پکښې د شپږو کسانو حالت خراب رپورټ شوی دی.
پرون سهار د کشمیر په پُلوامه سیمه کښې د هندي پوځیانو په برید کښې په حفیظ د مشهور ابو دُجانه په نوم یو مخالف وسله وال او د هغه مرستیال ووژل شول.
له یادې نښتې وروسته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر حالات سخت ترینګلي شول او ځايي حکومت د مظاهرو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د بډګام او بانهُل ترمینځ ریل لاره بنده کړه.
د کشمیر خلکو همداشان بازارونه، ښوونځي او پوهنتونونو وتړل.
هندي پوځي ځواکونه د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په ټولو سیمو کښې دیره شوي دي او په سیمه کښې د ټیلیفون او انټرنیټ خدمات هم محدود کړی شوي دي.