د زیارتی ویزو د صادرولو په هکله د ایران سفارت اطلاعیه
Nov 08, 2017 09:13 Asia/Kabul
په افغانستان کی د ایران د اسلامی جمهوریت نمایندګیو، تر اوسه پوری د حسینی اربعین د زیارت والو لپاره، څه د پاسه ۱۵ زره ویزې صادری کړی دی.
زموږ د خبریال د راپور له مخی، په کابل کی د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د یوې اطلاعیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د هغو زیارتی ډلو او کسانو لپاره؛ چی په افغانستان کی یی د ایران د نمایندګیو د الکټرونیکی ویزو په سایټ کی ثبت نام کړئ، یا د عراق اعتبار لرونکی ویزی لری، او یا د سترو مراجعو د دفترونو له خوا، معرفی شوی وی، د زیارتی ویزو صادرول کومه منع نه لری.
پدې اطلاعیه کی راغلی دی؛ د اربعین د زیارتی ویزو ویب سایټ، د نن چهار شنبی په ماپښین بندیږی، او له دغه تاریخ وروسته د حسینی اربعین د ځانګړو ویزو صادرول ممکن نه دی.
ټیګونه