د حسینی اربعین ع مراسم په ښه ډول وشول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59110-د_حسینی_اربعین_ع_مراسم_په_ښه_ډول_وشول
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د استخباراتو وزیر محمود علوی وویل روان کال په عراق کښې د حسینی اربعین مراسم په ښه امنیت کښې وشول او هیڅ امنیتی پیښه رامینځته نشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 02:32 Asia/Kabul
  • هرکال د ایران او دنورو هیوادونو په میلیونونو خلک او دغه راز د عراق ډیر ښاریز په حسیني اربعین  کښې دګډون لپاره کربلا ته  ورځي .
    هرکال د ایران او دنورو هیوادونو په میلیونونو خلک او دغه راز د عراق ډیر ښاریز په حسیني اربعین کښې دګډون لپاره کربلا ته ورځي .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د استخباراتو وزیر محمود علوی وویل روان کال په عراق کښې د حسینی اربعین مراسم په ښه امنیت کښې وشول او هیڅ امنیتی پیښه رامینځته نشوه .

هغه پرون په یوې(۱) مرکې کښې له عراق سره دایران د امنیتی حالت تفاوت ته په اشارې سره وویل دداعش ډلې وروستیو ماتیو ته په پام سره ددغه ډلې غړی دعراق په بیلابیلو ښارونو کښې تیت پرک شول چې په ترهګروحملو سره خپل موجودیت ته دوام ورکړی .

دایران داستخباراتو وزیر محمود علوی وویل په داډول شرایطو کښې دامنیت ټینګول خپل خاص خصوصیات غواړی او له نیکه مرغه دعراق استخباراتی ادارې دایران له لوری سره ښه ملګرتیا لری .

علوی وویل دعراق چارواکی بریالی شوی دی چې دحسینی اربعین پرتمینه او ستر مراسم په امنیت سره ترسره کړی او دا یوه(۱) ارزښمنه موضوع ده او باید دعراق د استخباراتی او امنیتی چارواکو قدرونه وکړو .

هرکال د ایران او دنورو هیوادونو په میلیونونو خلک او دغه راز د عراق ډیر ښاریز په حسینی اربعین  کښې دګډون لپاره کربلا ته  ورځی .