هندي ځواکونو بیا هم شپږ کشمیریان ووژل
د هند امنیتي ځواکونو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې شپږ کسان په ډزو ووژل.
د کشمیر په بانډي پوره سیمه کښې د هند د پوځي ځواکونو او کشمیري معترضانو ترمینځ نښته کښې همداشان یو هندي پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د هندوستان د امنیتي ځواکونو لخوا د کشمیر د ملکي وګړو له ځپلو او وژلو وروسته د بانډي پوره سیمې کشمیریانو پرون د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودي د حکومت خلاف مظاهرې وکړې خو هندي ځواکونو د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره پر هغوي ډزې وکړې.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې حالات د تیر ۲۰۱۶ کال د جولایۍ په اتمه نیټه د حزب المجاهدین د قومندان برهان مظفر واني په وژلې سره کړکیچن شوي دي او له هغه وخت نه تراوسه پورې په کشمیري معترضانو باندې د هند د امنیتي ځواکونو د حملو له امله کابو درې سوه کسان وژل شوي او زرګونو نور زخمي شوي او ژوندي نیول شوي دي.
د کشمیر خلک د دغې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په هکله د ملګرو ملتو امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکي دي.