د میانمار او هندوستان د پوځونو وړومبنۍ ګډه مانوره پيل شوه
Nov 21, 2017 09:35 Asia/Kabul
د هندوستان پوځ له میانمار سره په ګډه پوځي مشقونه پيل کړي دي چې یوه اونۍ به جاري وي.
د ایرنا د خبر له مخې دغه ګډ پوځي مشقونه د هندوستان او میانمار د ځینو پوځي قومندانانو په ګډون د دواړو هیوادونو د پوځونو په شتون سره پرون د هندوستان په شمال ختیځ مګالایا کښې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام ولري.
دا پوځي مانوره په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د بشري حقوقو ارګانونو او نړیوالې ټ،لنې او د نړۍ ډیرو هیوادونو د میانمار د پوځ د قومندانانو او د دغه هیواد په لویدیځ کښې د راخین صوبې د مسلمانانو د وژلې د عاملانو د سزا کیدو غوښتنه کړې ده.
ټیګونه