د کشمیر مسئله په خبرواترو هواریږي
Dec 12, 2017 17:59 Asia/Kabul
د جمو او کشمیر پخواني وزیراعلی له سیاسي لارې د دغې سیمې د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ.
د جمو او کشمیر پخواني اعلی وزیر فاروق عبدا... پرون په هندوستان کښې وویل: د کشمیر مسئله سیاسي ده او باید په خبرواترو هواره شي.
هغه څرګنده کړه چې د هند او پاکستان چارواکې دې د کشمیر د خلکو د غوښتنو احترام وکړي او د هندوستان حکومت له پکار دي چې د کشمیر د مسئلې د هواري لپاره د دغې سیمې له سیاسي ګوندونو او همداشان پاکستان سره خبرې اترې وکړي.
کلونه وشول چې هندوستان تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې زرګونو پوځیانو په دیره کولوسره یوشمیر سیمې نیولې دي او ۶۸ زره کشمیریان یې وژلي دي.
ټیګونه