روسیه له ترهګرو سره مبارزې ته دوام ورکوی
-
داعش او نوروترهګرو ډلو په سوریې کښې ماتي خوړلي ده او امریکا اوس ددغه ډلې ډیر کسان افغانستان ته بیولي دي .
فارس خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیګا ددغه هیواد دملی امنیت دشورا په غونډې کښې په سیمه په تیره سوریې کښې له ترهګرو سره د ماسکو دجنګ د دوام خبر ورکړ .
هغه په دې خبرې سره چې اوس په سوریې کښې دتیر وخت په اپوټه له ترهګرو سره دمبارزې لپاره د روسیې دځواکونو پراخ ملاتړ ته اړتیا نشته وویل خو له دې سره سره به ماسکو د سوریې د پوځ په څنګ کښې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړی ځکه چې روسیه په سوریې کښې دوې(۲) پوځی اډې لری .
روسیه یوه(۱) هوایی پوځی اډه د سوریې په حمیمیم (HAMIMIM)اوبله سمندره اډه په طرطوس ښار کښې لری .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د امریکا، سعودی عربستان او دهغوې نورو ملګرو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی وو او له دغه کړکیچ وروسته سوریې له ایران او روسیې وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له دمشق سره مرسته وکړی .
داعش او نوروترهګرو ډلو په سوریې کښې ماتی خوړلی ده او امریکا اوس ددغه ډلې ډیر کسان افغانستان ته بیولی دی چې ددغه ډلې فعالیتونه مرکزی اسیا هیوادونو ته وغزوی چې د روسیې او دچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .