دسوریې کردانو دامریکا په ملاتړ سره پوځ جوړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62131-دسوریې_کردانو_دامریکا_په_ملاتړ_سره_پوځ_جوړ_کړ
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ په سوریې کښې یوه(۱)کرد قوماندان وویل کردانو د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې دشمال دپوځ په نوم ډله جوړه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 02:35 Asia/Kabul
  • دسوریې دشمال پوځ د جوړیدا په حال کښې دی او شمیر به  یې یولک (۱۰۰۰۰۰)تنو ته ورسیږي .
    دسوریې دشمال پوځ د جوړیدا په حال کښې دی او شمیر به یې یولک (۱۰۰۰۰۰)تنو ته ورسیږي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ په سوریې کښې یوه(۱)کرد قوماندان وویل کردانو د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې دشمال دپوځ په نوم ډله جوړه کړی ده .

د سوریې د شمال د ملاتړ د ځواکونو په نوم د نوی ډلې قوماندان «سیابند ولات» ادعا وکړه دسوریې دشمال پوځ د جوړیدا په حال کښې دی او شمیر به  یې یولک (۱۰۰۰۰۰)تنو ته ورسیږی .

سیابند ولات په دې ادعا سره چې دغه پوځ به دسوریې دسرحدونو د ساتلو دنده پرغاړه ولری وویل دغه ډله له ۲۰۱۴میلادی کال راپدیخوا جوړه شوی ده او دغه ډلې ته اړونده ځواکونه دسوریې په شمال کښې دیره شوی خو اوس به د پوځ بڼه خپله کړی .

دسوریې دغه کرد قوماندان وویل په کوبانی ، عفرین ، منبج ، الطبقه او الجزیره سیمو کښې به د ځوانو انجلیو او هلکانو د روزنې لپاره کیمپونه جوړ شی او دسوریې شمال ، شمال ختیځ ، دیرالزور او رقه ولایتونه به هم ددغه ځواک په فعالیتونو کښې شامل وی .

دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږی چې د سوریې دخارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد ویلی دی دسوریې  د ډیموکراټیک ځواکونو ډله چې اکثره غړی یې کردان دی او  امریکا یې ملاتړ کوی نوی داعش ډله ګڼل کیږی .

بل خبر داچې د سوریې خارجه وزارت د ولسمشر بشار اسد پرضد د ترکیې دولسمشر رجب طیب اردوغان غلیمانه دریځونو ته غبرګون وښود او ویې ویل اردوغان نشی کولای هغو ویناو ته چې عادت یې جوړ شوی دی او هیڅ پام ورته نه کیږی او یوازې دهغه دغندنې سبب کیږی ته دوام ورکړی .