دسوریې د ترهګرو د انتقالیدا کار پیل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62251-دسوریې_د_ترهګرو_د_انتقالیدا_کار_پیل_شوی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د ریف دمشق ولایت له جنوب لویدیځ څخه ادلب او درعا ولایتونو ته د النصره ترهګرې ډلې دغړیو د انتقال عملیات پیل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 02:27 Asia/Kabul
  • دسوریې حکومت  اوس ترهګرۍ ته د ماتي د ورکولو په درشل کښې دی .
    دسوریې حکومت اوس ترهګرۍ ته د ماتي د ورکولو په درشل کښې دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د ریف دمشق ولایت له جنوب لویدیځ څخه ادلب او درعا ولایتونو ته د النصره ترهګرې ډلې دغړیو د انتقال عملیات پیل شول .

دسوریې د سرې میاشتې امبولانسونه او بسونه پرون د ریف دمشق ولایت له جنوب لویدیځ څخه په شمال لویدیځ کښې ادلب او په جنوب کښې درعا ولایتونو  ته د النصره  ترهګرې ډلې دغړیو د انتقالولو لپاره واستول شول او دټروریسټانو په منتقلولو بوخت شول .

دسوریې عسکرو د ریف دمشق ولایت په جنوب لویدیځ کښې د البردعیه لوړو په ختیځې برخې کنټرول سره د دمشق د جنوب لویدیځ په خوا کښې په «بیت جین» کروندو کښې د ترهګرو د کلابندۍ کړۍ تنګه کړه .

څه دپاسه شپږ(۶) کاله کیږی سوریه د داعش او د النصره په شمول د تکفیری ترهګرو ډلو په شتون سره چې د لویدیځ او دسیمې د ځینو عربوهیوادونو په تیره بیا دسعودی عربستان لخوا ملاتړ لری له  کړکیچ سره مخ ده .

د سوریې دپوځ او د حزب الله دځواکونو په پرمختګ سره دغه هیواد له کلونو کلونو مقاومت وروسته اوس ترهګرۍ ته د ماتی د ورکولو په درشل کښې دی .