د امریکا امپراتورۍ مخ پر وړاندې یا ځوړتیا ؟
د امریکا له ننیو سیاستونو هم روښانه ده چی د خپلو غلطو ، زور ویونکیو او ظالمانه سیاستونو په خاطر زوال په لور روانه ده .
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان په پلازمینې کابل کې له سختو امنیتی تابیاو او څو امنیتی کمربندونو سره سره دغه ښار هماغه راز ناامنه دی . ترهه ګر هر وخت او هر چیرته چی غواړی په ترهه ګرو حملو سره دغه درستې امنیتی تابیاوې له چیلنج سره مخامخوی . کابل تیره اونۍ د دو سختو او خونړیو ترهه ګرو حملو شاهد وو . لومړۍ ځان وژونکی حمله په شش درک سیمه کې وشوه چی له امله یې ۶ کسان مړه او ۵ نور ژوبل شوی دی . بیا د زیارت په ورځ دصدای افغان خبری اژانس سره اړونده د تبیان په کلتوری مرکز هغه وخت انتحاری حمله وشوه چی د عالمانو او پوهانو په شتون سره یوه کلتوری غونډه روانه وه چی په نتیجه کې یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا ۴۱ کسان مړه چی پکې ۴ ښځې او دوه ماشومان هم شامل دی ، او د څلورو میرمنو په شمول ۸۴ کسان هم ژوبل شوی دی ، خو ځینې سرچینې د ۵۰ کسانو د وژل کیدا خبره کوی . د داعش ترهه ګرې ډلې د دغې حملې پړه پر غاړه اخیستی ده .
نه یوازې کابل بلکې هلمند ، کندهار ، ننګر هار ، پکتیا او غزنی ولایتونه هم هماغه راز له ناامنیو کړیږی او په رسندویو کې د حملو ، نښتو او چاودنو اکثره راپورونه له دغو ولایتونو خپریږی او له بده مرغه نه یوازې له امنیتی پلوه وضعیت داسې دې بلکې په افغانستان کی د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق هم خپل اوج ته رسیدلی دی . د افغانستان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې وزارت په وینا سږ کال په هیواد کی د اپیمو تولید له اتو زره ټنو اوختې دی . د افغانستان د تش په نامه ملی وحدت دولت چی د امریکا جوړ دی ، له جوړیدا راهیسې د قدرت د ویشلو پر سر له سختو اختلافاتو سره مخامخ دی او د هیواد مسلو ته یې هیڅ پام ندې کړی چی دا په حقیقت کی د امریکا غوښتنه وه تر څو افغان دولت په خپل مینځیو اختلافاتو لګیا وی او فرصت ونکړی چی د امریکا په استعماری سیاستونو کی خنډ رامینځته کړی .
د امریکا د ملی امنیتی د نوی سټراټیجۍ په اساس ، چین ، روسیه او ایران د امریکا د ملی ګټو سیالان او دښمنان بلل شوی دی او افغان دولت هم معمولی شان ځنډه پرته د امریکاد ملی امنیت د نوی سټراتیجۍ د تایدولو په ترڅ کې هغه دافغانستان او امریکا په ګټه بللی ده .
مونږه د ټیلی فون په لیکه په کابل کی د صدای افغان خبری اژانس او تبیان په کلتوری مرکز د ترهه ګرې حملې اود افغانستان د وضعیت په اړه د کابل نیوز تیلی ویژیونی چینل د مشر او تکړه شناندی ښاغلی غلام جیلانی زواک نظر وپوښته چی هغه په افغان دولت د سختې نیوکې په ترڅ کی وویل له دې سره سره چی د شعیانو په مذهبی ځایونو ، جوماتونو ، کلتوری مرکزونو او امام بارګاوو د ترهه ګرو لخوا په ځلونو حملی شوی دی ، خو افغان حکومت له رسندویو او کلتوری مرکزونو د ساتنې لپاره هیڅ امنیتی تابیاوې ندی غوره کړی . د ښاغلی زواک په وینا د افغانستان حکومت یوازې دځان د ساتلو په فکر کی دی .د کابل نیوز ټیلی ویژیونی چینل مشر جوته کړه دا چی له شیعیانو سره اړونده په جوماتونو او علمی مرکزونو بیا بیا حملې کیږی ، د مسلې حساسیت زیات کړی دی او دا پوښتنه مطرحوی چی په شیعیانو ولې بیا بیا ترهه ګرې حملې کیږی ؟ او دا شک رامینځته کوی چی ایا حکومت دننه داسې کسان یا حلقې شته چی په دغه ډول ترهه ګرو حملو رضایت لری او ولې امنیتی تابیاوې نه غوره کوی ؟د ښاغلی زواک په وینا که دغې قضیې ته د امریکا په وسیله د داعش له رامینځته کولو او ملاتړ سره ربط ورکړو او بیا داعش راځی په افغانستان کی په شیعیانو او د هغو په کلتوری مرکزونو بیا بیا ترهه ګرې حملې کوی ، نو دا شک په یقین بدلیږی چی په عمدی ډول داعش ته میدان ورکول کیږی چی د شیعیانو په رسندویو او علمی مرکزونو انتحاری حملې ترسره کړی او اوس که دغه مسله د امریکا د ملی امنیت له نوی ستراتیجۍ سره وتړل شی چی پکې امریکا ، چین او روسیه سخت سیالان او ستر خنډونه او ایران هم دښمن او د امریکا د ملی ګټو په وړاندی ګواښ اعلان کړی دی ، نو د تبیان په کلتوری مرکز حمله چی له ایران سره کلتوری اړیکی لری ، په پریکنده توګه د امریکا لخوا پلان او د هغې د ګوډاګۍ داعش ډلې په وسیله عملی شوی ده .
ښاغلی زواک زیاته کړه چی امریکا د خپلی ملی امنیت د نوی ستراتیجۍ په اساس نه یوازې نیت لری چی قومی او مذهبی اختلافاتو ته لمن ووهی بلکې په لټه کی ده افغانستان د نیابتی جنګ په ډګر هم بدل کړی . ده همداراز له ترهه ګرۍ سره د ملاتړ په ارتباط پاکستان ته د امریکا د لو ړ رتبه چاواکو وروستی ګواښونه ، زرګری جنګ وباله او ویې ویل چی دغه لفظی جنګ زیاتره د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډور په خاطر دی چی امریکا یې د خپلو ملی ګټو پر ضد بولی ، البته په سیمه کی هندوستان ته د مشرۍ رول ورکول چی د امریکا د ملی امنیت په نوی ستراتیجۍ کې ترسره شوی ،هم د امریکا په وړاندی د پاکستان د دریدا سبب شوی کنی د طالبانو او داعش د ترهه ګرۍ په وړاندی دواړه هیوادونه سره غږمله دی . خو د ښاغلی جیلانی زواک په وینا ، هغه امپراطوریانې چی تراوسه نسکوری شوی ، که د هغو علتونه وجاجول شی نو لیدل کیږی چی د هغو ناسم او غلط سیاستونه د هغو د ځورتیا او زوال سبب شوی دی او د امریکا له ننیو سیاستونو هم روښانه ده چی د خپلو غلطو ، زور ویونکیو او ظالمانه سیاستونو په خاطر زوال په لور روانه ده .