کشمیر کښې څلور هندي پولیس ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62783-کشمیر_کښې_څلور_هندي_پولیس_ووژل_شول
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د بم د چاودنې له امله لږترلږه څلور هندي پولیس ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 08:46 Asia/Kabul
  • کشمیر کښې څلور هندي پولیس ووژل شول

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د بم د چاودنې له امله لږترلږه څلور هندي پولیس ووژل شول.

له سرینګر څخه د شینهوا خبري آژانس د خبر له مخې د هندوستان پولیسو نن وویل چې  د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د سړک غاړې د ماین د چاودیدو په وجه څو نور هندي پولیس هم زخمي شول.

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې حالات د ۲۰۱۶ کال په جولایۍ میاشت کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو لخوا د حزب المجاهدین د قومندان برهان مظفر واني د وژل کیدو په وجه خراب شول چې دغه ګډوډی لاهم دوام لري.

په دې موده کښې پر کشمیري معترضانو باندې د هند د امنیتي ځواکونو د بریدونو له امله څه باندې ۳۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور زخمي شوي او نیول شوي دي.