دسوریې عسکرو پرمختګ ته دوام ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62857-دسوریې_عسکرو_پرمختګ_ته_دوام_ورکړی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ د ریف دمشق ولایت په ختیځ کښې د تیرو څو ورځو دپرمختګونو په دوام کښې پرون هم د حرستا ولسوالۍ په ختیځ کښې څو نوی سیمې له ترهګرو ازادې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 03:12 Asia/Kabul
  • دغه راز رسنیو د سوریې په دیرالزور کښې په غرانیج ښار کښې له ډیموکراټیکو کرد ځواکونو سره د داعش ډلې د سختوجنګونو خبر ورکړ.
    دغه راز رسنیو د سوریې په دیرالزور کښې په غرانیج ښار کښې له ډیموکراټیکو کرد ځواکونو سره د داعش ډلې د سختوجنګونو خبر ورکړ.

ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ د ریف دمشق ولایت په ختیځ کښې د تیرو څو ورځو دپرمختګونو په دوام کښې پرون هم د حرستا ولسوالۍ په ختیځ کښې څو نوی سیمې له ترهګرو ازادې کړې .

دسوریې د ریف دمشق ولایت په  ختیځ  کښې له ترهګرو سره دپوځ په جګړو  کښې جنګی الوتکو په حرستان کښې دترهګرو ډلو په مرکزونو حملې وکړې او حکومتی عسکر وتوانیدل د«اداره مرکبات» په خوا کښې ځینې سیمې له ترهګرو پاکې کړی .

دسوریې پوځ له تیرې پنجشبې ورځې راهسې په  اداره مرکبات  سیمه  کښې چې په غوطه شرقی کښې د پوځ ترټولو ستر پوځی مرکز دی  دخپلو ځواکونو دکلابندۍ د ماتولو په هدف سره په دغه سیمه کښې دموجودو ترهګرو پرضد عملیات پیل کړی دی .

دغه راز رسنیو د سوریې په دیرالزور کښې په غرانیج ښار کښې له ډیموکراټیکو کرد ځواکونو سره د داعش ډلې د سختوجنګونو خبر ورکړ.

دغه جنګونه له تیرې ورځې راهسې پیل شوی او دسوریې کرد ځواکونه هڅه کوی دغه سیمه ونیسی .