په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۴کسان ووژل شول
د دغه مرکز په یوه بل راپور کې وئیل شوی دی ، دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ۲۰۱۷کال له پیل راهسې تر وروستیو پورې د ډزو یو شپیته زره او درې سوه پنځه موردونه ثبت شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې پنځلس زره پنځه سوه اته څلویښت کسان وژل شوی او څه دپاسه یو دیرش زره نور ټپیان شوی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو دثبتونې مرکز نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر شواروز کې په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو ۴۲موردونه ثبت شوی چې په نتیجې کې ۲۴کسان وژل شوی او ۲۹نور ټپیان شوی دی .
د دغه رابور په اساس زیاتره ډزې به پنسیلوانیا، کنزاس ، لوئیزیانا او تنسی ایالتون وکې رامینځة شوی دی .
په امریکا کې دغه مرکز پخپلې اعلامیې کې همداراز زیاته کړې په تیرو ۴۸ساعتونو کې په امریکا کې ټول ټال ډزو ۱۳۵موردونه ثبت شوی دی ، چې له امله ئې کابو یو شپیته کسان وژل شوی او درې اتیا نور ټپیان شوی دی .