پاکستان باید دمرستې لپاره پریکنده ګامونه پورته کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63015-پاکستان_باید_دمرستې_لپاره_پریکنده_ګامونه_پورته_کړی
زمونږخبریال وایی دامریکا ددفاع وزارت پینټاګان ویندوی ډګروال «راب مانینګ»(Rob Manning) خبریالانو ته وویل له پاکستان څخه زمونږ توقعات ساده او معلوم دی او دا چې دطالبانو او د حقانی ډلې مشران او دحملو پلانونکی نور باید د پاکستان په خاوره کښې امن ځایونه ونلری او ددغه هیوادله خاورې څخه عملیات ونکړی ..
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2018 11:04 Asia/Kabul
  • پاکستان هغوترهګرو ته چې دامریکا په ښاریزو حملې کوي پناه ورکوي او دغه چاره نور د منلو وړ نه ده .
    پاکستان هغوترهګرو ته چې دامریکا په ښاریزو حملې کوي پناه ورکوي او دغه چاره نور د منلو وړ نه ده .

زمونږخبریال وایی دامریکا ددفاع وزارت پینټاګان ویندوی ډګروال «راب مانینګ»(Rob Manning) خبریالانو ته وویل له پاکستان څخه زمونږ توقعات ساده او معلوم دی او دا چې دطالبانو او د حقانی ډلې مشران او دحملو پلانونکی نور باید د پاکستان په خاوره کښې امن ځایونه ونلری او ددغه هیوادله خاورې څخه عملیات ونکړی ..

هغه وویل که چیرې پاکستان غواړی د امریکا لخوا امنیتی مرستې ورسره دوام ولری نو ددغو دوو(۲) ډلو پرضد باید اقدامات وکړی .

تیره اونۍ دامریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ له پاکستان سره د نهه سوه(۹۰۰) میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته بند کړه او ویې ویل پاکستان دافغانستان دطالبانو دحقانی ډلې د مرکزونو پرضد کافی اقدامات نه کوی .

دغه راز دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) مشر مایک پومپیو (Mike Pompeo)هم دخپل هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ ته دوام ورکړاو ویی ویل  پاکستان هغوترهګرو ته چې دامریکا په ښاریزو حملې کوی پناه ورکوی او دغه چاره نور د منلو وړ نه ده .

هغه وویل د مرستو ځنډول پاکستان ته یو(۱) فرصت دی .