دسوریې عسکرو ابو الظهور پوځی ډکر ازاد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63143-دسوریې_عسکرو_ابو_الظهور_پوځی_ډکر_ازاد_کړ
زمونږخبریال وایی د سوریې په ادلب ولایت کښې موجودو ترهګرو ډلو اعتراف وکړ چې حکومتی عسکرو د ابوالظهور پوځی ډګر په خپل کنټرول کښې اخیستی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2018 01:56 Asia/Kabul
  • ادلب ولایت دسوریې دوسله والو او حکومت مخالفو ترهګرو ډلو اصلی مرکز دی .
    ادلب ولایت دسوریې دوسله والو او حکومت مخالفو ترهګرو ډلو اصلی مرکز دی .

زمونږخبریال وایی د سوریې په ادلب ولایت کښې موجودو ترهګرو ډلو اعتراف وکړ چې حکومتی عسکرو د ابوالظهور پوځی ډګر په خپل کنټرول کښې اخیستی .

دغه پوځی هوایی ډګر چې د سوریې دالب ولایت په خوا کښې پروت دی له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې د تحریرالشام(جبهه النصره ) ترهګرې ډلې په نیواک کښې وو .

ویل کیږی چې دسوریې په شمال لویدیځ کښې د دادلب ولایت په جنوب کښې د ابوالظهور پوځی هوایی ډګر په ازادیدا سره ترهګرو ددغه پوځی هوایی ډګر  ختیځه سیمه کلابنده کړی ده .

د سوریې پوځیان مخکې هم د ترهګرو پرضد دخپلوعملیاتو په دوام کښې بریالی شوی وو د ادلب په خوا کښې یولس(۱۱) کلی له ټروریسټانو ازاد کړی .

ادلب ولایت دسوریې دوسله والو او حکومت مخالفو ترهګرو ډلو اصلی مرکز دی  او ترهګرو تراوسه ددغه ولایت بیلابیلو سیمو ته زیات تاوانونه اړولی دی .

بل خبر داچې د سوریې عسکرواو دهغوې متحدو ځواکونو په شمال کښې په حلب ولایت کښې دخناصر ښار په لویدیځ کښې اوه (۷)نور کلی له جبهه النصره ترهګرې ډلې ازاد کړل .

ازاد شوی کلی حوارین ، رمله ( Ramle)، مزیعله ، نواره(Nawara) ، رسم الشیخ او تل الصبحه (Tall Al Subah)نومیږی .

دسوریې عسکرو پرون د حماه ولایت په ریف شمالی کښې ام میال او ام صهریج دوه کلی له ترهګرو ازاد کړی وو .