دسوریې عسکرو ابو الظهور پوځی ډکر ازاد کړ
-
ادلب ولایت دسوریې دوسله والو او حکومت مخالفو ترهګرو ډلو اصلی مرکز دی .
زمونږخبریال وایی د سوریې په ادلب ولایت کښې موجودو ترهګرو ډلو اعتراف وکړ چې حکومتی عسکرو د ابوالظهور پوځی ډګر په خپل کنټرول کښې اخیستی .
دغه پوځی هوایی ډګر چې د سوریې دالب ولایت په خوا کښې پروت دی له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې د تحریرالشام(جبهه النصره ) ترهګرې ډلې په نیواک کښې وو .
ویل کیږی چې دسوریې په شمال لویدیځ کښې د دادلب ولایت په جنوب کښې د ابوالظهور پوځی هوایی ډګر په ازادیدا سره ترهګرو ددغه پوځی هوایی ډګر ختیځه سیمه کلابنده کړی ده .
د سوریې پوځیان مخکې هم د ترهګرو پرضد دخپلوعملیاتو په دوام کښې بریالی شوی وو د ادلب په خوا کښې یولس(۱۱) کلی له ټروریسټانو ازاد کړی .
ادلب ولایت دسوریې دوسله والو او حکومت مخالفو ترهګرو ډلو اصلی مرکز دی او ترهګرو تراوسه ددغه ولایت بیلابیلو سیمو ته زیات تاوانونه اړولی دی .
بل خبر داچې د سوریې عسکرواو دهغوې متحدو ځواکونو په شمال کښې په حلب ولایت کښې دخناصر ښار په لویدیځ کښې اوه (۷)نور کلی له جبهه النصره ترهګرې ډلې ازاد کړل .
ازاد شوی کلی حوارین ، رمله ( Ramle)، مزیعله ، نواره(Nawara) ، رسم الشیخ او تل الصبحه (Tall Al Subah)نومیږی .
دسوریې عسکرو پرون د حماه ولایت په ریف شمالی کښې ام میال او ام صهریج دوه کلی له ترهګرو ازاد کړی وو .