د مرغومي د یویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف خبرې سره له انځوره راخیستې دي چې وايي: ټرمپ خپله هم نه پوهیږي چې د برجام (ایټمي موافقې) په هکله څه کول غواړي.
د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل: د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس په اټومی موافقې کښې خپلو ژمنو ته دایران کامله پاې بندي تائید کړې ده خو د دغه بهیر دوام اټومی تړون ته دامریکا په کامل ډول ژمن کیدا ته ضرورت لري.
د ایران خارجه وزیر دغه راز په هیواد کښې د ځینو ناکراریو په ملاتړ کښې دامریکا د ولسی جرګې د ایران ضد پریکړه لیک تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل د امریکا خبرې نور د ایران دخلکو په شمول دهیڅ چا لپاره اهمیت نلری .
هغه وویل دایران خلکو ښودلی ده خپل حقونه تعقیبوی او د ایران داسلامی جمهوریت حکومت او نظام هم دخلکو دحقوقو په رعایتولو ټینګار لری او د انتخاب او د نیوکې حق په دغو حقونو کښې راځی .
جواد ظریف زیاته کړه چې په سیمه کښې دامریکا هیڅ ملګری هیواد (عرب هیوادونه) دخلکو هیڅ حق نه تضمینوی او د امریکا حکومت او ولسی جرګه کانګرس هم دعربو هیوادونو د خلکو ددغه حق د نه تضمینیدا په اړه هیڅ اندیښنه نلری .
هغه داټومی موافقې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ احتمالی فیصلې ته په غبرګون کښې هم د ټرمپ د نااټکل وړ کیدا ته په اشارې سره وویل د ټرمپ له شخصیت وروسته دغه خبره ددې سبب شوی ده چې نور ملګری هیوادونه هم په امریکا اعتماد نلری .
هغه وویل: ټول هیوادونه د دغې چارې پرضرورت چې ټولې خواوې باید په اټومی موافقې کښې لیکل شویو ژمنو ته پاې بند ووسی موافق دی .
دایران خارجه وزیر جوادظریف دغه راز په ماسکو کښې ټینګار وکړ نړیوالې ټولنې په کامل ډول روښانه کړې ده چې د امریکا د سیاستونو ملاتړ نه کوی او په حقیقت کښې د واشنګټن سیاستونه ورانونکي سیاستونه ګڼي.
اطلاعات:
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د ښاغلي ظریف د څرګندونو د خبر ترڅنګ یو بل سرټکي کښې د حجت الاسلام والمسلمین محمدي ګلپایګاني خبرې راخیستې دي چې ویې ویل: په مظلومو هیوادونو کښې اسلامي بیداري په زیاتیدو ده.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر زیاته کړه: امریکې په تیرو دیرشو کالو کښې د اطرافیانو په لمسولو، د جنګ په پیلولو، د نوژې په کودتا او ګڼو فتنو جوړولو سره یوه شیبه هم له مونږ سره له دښمنۍ لاس وا نه خیسته. دوي همداشان وویل چې د جُمعې امامان، له بلواګرو او منافقینو سره د مقابلې جګ پوړي افسران دي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر څرګنده کړه: که په سوریې او عراق کښې نه وو جنګیدلي نو د تهران په سړکونو به جنګیدو ته مجبور شوي وو.
اطلاعات همداشان د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مشر سید حسن نصر ا... د وینا ځینې برخې هم راخیستې دي چې ویې ویل: بې شکه چې مقاومت به قدس شریف ته ننوځي.
د حزب ا... مشر زیاته کړه: بیت المقدس ته ننوتل تشه د خولې خبره نه ده بلکې یو جوت حقیقت دی.
له بلې خوا د فلسطین کورواکه تشکیلاتو هم ویلي دي: امریکا د محمود عباس د ختمولو لپاره یوه طرحه لري.
د فلسطین د موضوع په هکله اینډیپنډنټ ورځپاڼې یو خبر کښې لیکلي دي: په سیمه کښې د قواؤ توازن او انډول د اسرائیلو په تاوان بدل شوی دی.
کیهان:
د پروګرام په دوام کښې کیهان ورځپاڼه راخلو چې دا هم په تهران کښې چاپيږي خو د وخت د کمي په وجه د دې ورځپاڼې یو څو لنډ بهرني خبرونه راخلو.
دې ورځپاڼې په یو غټ سرټکي کښې په ملایشیاء کښې د یو نړیوال پلاوي له قوله لیکلي دي: آل سعود د مکې او مسجدالنبي د اداره کولو توان نه لري، اسلامي نړۍ دې لاس په کار شي.
خبر زیاتوي چې یو نړیوال پلاوي د حرمین شریفینو د چارو په چلولو کښې د عربستان د صلاحیت نشتوالي ته په اشارې سره دې چارې ته د اسلامي نړۍ د یو نړیوال پلاوي د داخلیدو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د تیري ګر ائتلاف یو سعودي پوځي کارپوه ویلي چې عربستان پوه شوی چې د یمن د انصار ا... غورځنګ د هوايي دفاع توان ډیر لوړ دی.
کیهان په یو بل خبر کښې په افغانستان کښې د داعش د ترکیب په هکله د فرانسې خبري آژانس د متفاوت رپورټ تر عنوان لاندې لیکلي دي چې دغه آژانس په افغانستان کښې داعش ډله له هغو کسانو جوړه شوې بللې چې د ټولنې په متوسطه او تحصیل کړې پرګنې پورې تعلق لري او له امریکايي او خپلو حکومتي ځواکونو سره د سختې خوابدۍ په وجه په داعش تکفیري ډله کښې شامل شوي دي.
له بلې خوا په امریکا کښې د ټرمپ ضده جنجالي کتاب د اخیستو لپاره د کتابونو پر پلورنځیو سخت رش جوړ شوی دی.
خبر زیاتوي: (د ټرمپ د سپینې ماڼۍ دننه اور او تشدد) ترعنوان لاندې کتاب چې د امریکې ولسمشر تر وروستۍ ورځې پورې د هغه د خپریدو د مخنیوي هڅه کوله، د امریکې د کتابونو په پلورنځیو کښې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او دومره وپلورل شو چې په دکانونو کښې نایاب شوی دی.
بهرنی ورځپاڼې:
د نړۍ يو شمېر رسنیو پر پاکستان د امریکا د مرستو بندېدو ته کتلي دي.
فايننشل ټایمز ورځپاڼې په خپل نوي راپور کې ليکلي، پاکستان د لاس او پښو وهلو په حال کې دی او افغانستان پر پاکستان د ډونالد ټرمپ له خوا د مرستو قطع کولو له مرستې خوشاله دی.
د ورځپاڼې په وينا په افغانستان کې د پاکستان پالیسي نه يوازي امریکا بلکې ناټو متحدان هم له اسلام اباد څخه بېګانه کړي دي.
فايننشل ټایمز دې ته هم اشاره کوي چې چين، روسیه او ترکيه تر اوسه د پاکستان ملاتړي پاته دي.
دا مقاله چې پاکستاني ليکوال احمد رشيد لیکلې ده، همداراز وايي: د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستی اقدام په کابل کې ستايل شوی ځکه افغان مشرانو بیا بيا امريکا ته ويلي وو چې پاکستان باید د طالبانو او حقاني شبکې غوندي سخت دريځو ته پناه ورنه کړي او په خپله خاوره کې دې دا ډلې له منځه يوسي.
په مقاله کې راغلي، په همدې حال کې د پاکستان پوځ او متحدانو يې بيا بيا ویلي چې له طالبانو سره په جګړه کې ورته تلفات اووښتي دي.
خو د احمد رشيد په وینا، په پاکستان کې د پټو افغان طالبانو پر وړاندي د دې هېواد د پالیسۍ تغيیر هم کافي کېدای شي.
فايننشل ټایمز دا ټکی هم راپورته کړی چې د امريکا، ناټو او پاکستان د اړیکو خرابوالی، د پاکستان اقتصادي ستونزې او د بلوچستان وضعيت ښايي په دې هېواد کې د سنا انتخابات وځنډوي.
ټاکل شوې ده دا انتخابات په مارچ مياشت کې وشي.
نيوزويک:
نيوزويک مجلې په یوه نوي راپور کې لیکلي، امریکايي نظاميان افغان ځواکونه روزي چې داعش او طالبان د بې پيلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړي.
د مجلې په وینا، دا لومړی ځل دی چې افغان ځواکونه دا وړ ازموينه ويني.
نيوزويک د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي، افغان ځواکونه اوس تر ډېره په مستقيمو هوايي حملو کې پر ځان متکي دي.
مجلې دا هم ويلي چې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو لېږلو تر اعلان وروسته امریکا ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه يې لومړيتوب دی او د داعش او طالبانو غوندي سخت دريځو پر وړاندي به هوايي حملې زیاتې شي.
نيویارک ټايمز:
نيویارک ټايمز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.
مقاله لیکي: کله چې په ۲۰۱۴مېلادي کال کې ولسمشر محمد اشرف غني چې د نړيوال بانک تکنوکرات او اکادمیک کس پاته شوی دی، د افغانستان ولسمشر وټاکل شو، ده ژمنه وکړه چې په خپل هېواد کې به د حکومتدارۍ بڼه بدلوي او هغه داسي چې د افغانانو ځوان نسل ته به د مشرتابه موقع ورکوي.
مقاله وايي چې په افغانستان کې د طالبانو جګړه لا دوام لري او دغه هېواد د لانجمنو انتخاباتو له لويې ستونزې سره مخامخ دی.
نيویارک ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې ویلي چې د افغانستان مخکيني حکومت د دې پر ځای چې د خلکو خدمت وکړي، د ممتاز قشر ګټې يې خوندي کولې.
خو د مقالې په وینا، ښاغلي غني بیا هم په افغانستان کې يو فرصت لیده.
ده غوښتل په جغرافيايي دښمنيو او جوړجاړیو کې بند پاته افغانستان له دې وضعيته راوباسي او د جنوبي اسیا او مرکزي اسيا تر منځ د سوداګرۍ او ترانسپورت په سيمه ییز مرکز يې بدل کړي.
مقاله لیکي چې د دغو تغيیراتو لپاره ده پر ځوانه او لوستې طبقه تکيه وکړه چې له ۲۰۰۱م کال راهيسي توانېدلي وو لوړې زده کړې وکړي او نوې مفکورې ولري.
مقاله زیاتوي چې ښاغلي غني دا ژمنه هم کړې وه چې په حکومتي بستونو کې به ښځو ته ډېرې مواقع ورکوي.
د مقالې په وينا له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ولسمشر غني حکومت خپله ژمنه تر ډېره بريده پوره کړې او په لوړو حکومتي بستونو کې يې ځوانو او لوستو افغانانو ته موقع ورکړې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*