دسوریې پوځ د الحزب الترکستانی ډلې حمله وتمبوله
-
د سوریې پوځ په دغه جنګ کښې د ګڼ شمیر ټروریسټانو د وژل کیدا او دژوبلیدا خبر ورکړ .
زمونږخبریال وایی دسوریې پوځ د الحزب الترکستانی په نوم د ترکیې د حکومت تر ملاتړ لاندې د ترهګرې ډلې د حملې په تمبولو سره د ادلب ولایت په خوا کښې له «خان شیخون» سیمې ددغه ډلې د شاتګ خبر ورکړ .
دسوریې پوځ دحلب په خوا کښې د الحزب الترکستانی د ترهګرې ډلې د نفوذی عملیاتو د ماتی په اعلانولو سره وویل دترکیې د حکومت تر ملاتړې لاندې دغه ترهګرې ډلې د جبهه النصره ترهګرې ډلې په ملګرتیا سره پرون له دوو (۲)چورلیزونو د ادلب ولایت په خوا کښې د خان شیخون سیمې دنیولو اراده لرله خو دحکومتی عسکرو په هوښیارۍ سره د زیاتو مرګ ژوبلواو تاوانونو په زغملو سره شاتګ ته مجبوره شوه .
د سوریې پوځ په دغه جنګ کښې د ګڼ شمیر ټروریسټانو د وژل کیدا او دژوبلیدا خبر ورکړ .
دترکیې پوځ له تیروڅو میاشتو راهسې د غږمله« کرد» ډلو د ملاتړ په هدف سره دسوریې د شمال په تیره بیا دحلب ولایت په خوا کښې ځینې سیمې نیولی وې .
په سوریې کښې له تیرو شپږو (۶)کلونو راهسې له ترهګرو سره ترکیه ، اردن ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات، بحرین ،کویت ،قطر ، امریکا، انګلستان ، فرانسه او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مالی او پوځی مرستې کوی .