ګرجستان افغانستان ته سل عسکر واستول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63273-ګرجستان_افغانستان_ته_سل_عسکر_واستول
تسنیم خبری اژانس وایی د ګرجستان چارواکو وویل ددغه هیواد سل (۱۰۰)عسکر د ناټو ځواکونو په چوکاټ کښې د اتو (۸)میاشتو له پوځی روزنې وروسته دافغانستان په شمال کښې د دیره کیدا لپاره دغه هیواد ته واستول شول .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 13, 2018 06:15 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې  دامریکا او د ناټو دعسکرو شتون ددغه هیواد دخلکو له وژل کیدا ، بې کوره کیدا او دنشه ایزو موادو له زیاتیدا پرته بل هیڅ بریا  نه ده لرلي .
    په افغانستان کښې دامریکا او د ناټو دعسکرو شتون ددغه هیواد دخلکو له وژل کیدا ، بې کوره کیدا او دنشه ایزو موادو له زیاتیدا پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلي .

تسنیم خبری اژانس وایی د ګرجستان چارواکو وویل ددغه هیواد سل (۱۰۰)عسکر د ناټو ځواکونو په چوکاټ کښې د اتو (۸)میاشتو له پوځی روزنې وروسته دافغانستان په شمال کښې د دیره کیدا لپاره دغه هیواد ته واستول شول .

امریکا په افغانستان کښې دناټو دپوځیانو دشمیر د زیاتیدا غوښتونکی ده .

د ګرجستان دغه سل(۱۰۰) عسکر به افغانستان ته له رسیدا وروسته  په «غوڅ ملاتړ ماموریت »کښې دګډون لپاره د افغانستان په شمال کښې دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کښې په یوې(۱) پوځی اډې کښې دیره شی .

داپه داسې حال کښې دی چې ګرجستان تراوسه د ناټو موسسې غړی نه دی شوی خو حاضردمه په افغانستان کښې اته سوه پینځه اتیا(۸۸۵) عسکر لری .

په افغانستان کښې  دامریکا او د ناټو دعسکرو شتون ددغه هیواد دخلکو له وژل کیدا ، بې کوره کیدا او دنشه ایزو موادو له زیاتیدا پرته بل هیڅ بریا  نه ده لرلی .