ایران او پاکستان د خپل مینځیو اړیکو پراختیا غواړي
د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د دې دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو پراختیا ته لیواله دي.
په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر مهدي هنردوست، د پاکستان د اقتصادي چارو له سلاکار رانا محمد افضل خان سره په اسلام آباد کښې وکتل او د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې رانا محمد افضل خان په دغه کتنه کښې د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا او همداشان د دواړو هیوادونو ترمینځ د بانکي کانال ټینګیدا خپل کاري وړومبیتوبونه وبلل او څرګنده یې کړه: پاکستان، ایران خپل ګاونډي او ورور ګڼي.
په پاکستان کښې د ایران سفیر مهدي هنردوست هم په دغه ملاقات کښې د پاکستان او ایران ترمینځ د بانکي اړیکو پیلیدا د دوو ورور او ګاونډي هیوادونو د ملګرتیا د پياوړتیا لپاره مهم عامل وباله.
هغه څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.