دسوریې پوځ له ترهګرو څو کلی ازاد کړل
-
وسله والو ډلو هم د دمشق په خوا کښې په ضاحیه الاسد سیمې د هوانونو ډزې وکړې .
مهر خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او دهغوې متحدانو په شمال کښې دحلب دجنوب په خوا کښې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او دوه(۲) نور کلی یې ازاد کړل .
د سوریې عسکرو په یو لړ عملیاتو کښې د حلب دجنوب په خوا کښې د تل الضمان(Tell Al Daman) ښارګی په لویدیځ کښې تل ماسح(Tall Masih) او ماسح دوه(۲) کلی دترهګرو له نیواک څخه ازاد کړل .
د سوریې عسکرو پرون دحلب په خوا کښې د عوینات کبیره ، د عوینات صغیره او د الرحمیه کلیو کنټرول هم په لاس کښې واخیست .
دسوریې پوځ څلورویشت(۲۴) کسان چې وسله والو کسانو ددمشق په غوطه شرقی کښې تښتولی وو ازاد کړل .
دسوریې عسکرو په ریف دمشق ولایت کښې په حرستان چورلیز کښې هم د وسله والو ترهګرو په مرکزونو ډزې وکړې .
وسله والو ډلو هم د دمشق په خوا کښې په ضاحیه الاسد سیمې د هوانونو ډزې وکړې .
په سوریې کښې له وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلوسره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، اردن ، اسرائیل ، امریکا، انګلستان، فرانسه ، کویت ، بحرین ، ترکیه او قطر وغیره کوی .