امریکا په سوریې کې پوځی شتون ته دوام ورکوی
Jan 18, 2018 02:00 Asia/Kabul
-
ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې اعتراف کړی وو واشنګټن په سوریې او عراق کې دداعش په شمول دترهګرو ډلو د جوړولو اصلي عامل دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په سوریې کې د خپل هیواد د پوځی شتون په دوام ټینګار وکړ .
هغه له سوریې دامریکا په کامل ډول د وتلو په ردولو سره وویل واشنګټن به په دغه هیواد کښې پوځی شتون ته دوام ورکړی .
دامریکا خارجه وزیر د دمشق دحکومت پرضد دبایکاټونو په زیاتولو ټینګار سره ادعا وکړه دغه بندیزونه او دباونه به د سوریې د خلکو په ګټه وی .
امریکا له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په غیرقانونی ډول او دسوریې د حکومت له اجازې پرته په دغه هیواد کښې پوځی شتون لری .
له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې دامریکا غیرقانونی شتون په داسې حال کې دی چې ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې اعتراف کړی وو واشنګټن په سوریې او عراق کې دداعش په شمول دترهګرو ډلو د جوړولو اصلی عامل دی .
ټیګونه