ډونالډ ټرمپ له اټومی موافقې دناوړه استفادې هڅه کوی
زمونږخبریال وایی د روسیې د انرژۍ او دامنیت د مرکز مدیر «انتون خلوپکوف » داټومی موافقې پرضد د امریکا د چارواکو په وروستیو څرګندونو نیوکې سره وویل دامریکا حکومت په دې زمینه کښې د داخلی او نړیوالې ناوړه ګټې د ترلاسه کولو کوشش کوی .
هغه په اټومی موافقې کښې خپلو ژمنو ته په کامل ، دقیق او دوامدار ډول د ایران پاې بندۍ ته په اشارې سره وویل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هدف د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې دنړیوالې اټومی موافقې له مینځه وړل دی .
خلوپکوف وویل دایران لوړرتبه چارواکو په تیرو کلونو کښې په پرله پسې ډول په دغه خبرې ټینګار کړی دی چې تهران د پوځی اټومی پروګرام او د اټومی وسلو دجوړونکو کوشش نه کوی .
د روسیې د امنیت او دانرژۍ د مرکز مدیر انتون خلو پکوف ډاګینه کړه په دا ډول شرایطو کښې دامریکا د اټومی ضد اقدامات یوازې دخپل خارجی او دداخلی سیاست دهدفونو لپاره دایران له اټومی موضوع د ګټې دپورته کولو لپاره د واشنګټن د هڅو د دوام نښه ده