دامریکا هدف په سوریې کښې دترهګرو ژغورل دی
-
دسوریې پوځ د ډاډ وړ بریالیتوبونو له تحقق وروسته له ترهګرو سره په جنګ کښې له کیمیاوي بمونو استفادې ته هیڅ ضرورت نلري .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت له تورنولو د امریکا هدف د ترهګرو ژغورل دی .
د روسیې دباندنیو چارو وزارت پرون په یوې (۱) بیانیې کښې په سوریې کښې دکیمیاوی وسلو دحملو د مسول په اړه نړیوالې ټولنې ته د غلط انځور په وړاندې کولو کښې دامریکا د هدفونو دجاجولو غوښتنه وکړه .
د روسیې دخارجه وزارت په بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو دسوریې په حکومت د کیمیاوی وسلو د حملو د مسولیت د تپلو لپاره هڅې غیر منطقی مسله ګڼی ویل شوی دی په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو په اړه د روسیې ددریځونو په باره کښې امریکایی سند په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د تحقیاتو په اړه موجوده حقیقی حالت داغی کوی .
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیانیې زیاته کړه دسوریې پوځ د ډاډ وړ بریالیتوبونو له تحقق وروسته له ترهګرو سره په جنګ کښې له کیمیاوی بمونو استفادې ته هیڅ ضرورت نلری .
دسوریې په ادلب ولایت کښې په خان شیخون سیمې د تیر میلادی کال د اپریل دمیاشتې له شکمنې کیمیاوی حملې وروسته دامریکا په مشرۍ دترهګرۍ ملاتړی عربی او لویدیځ چورلیز سمدستی هڅه وکړه دغه برید د سوریې دحکومت کار وبولی خو دمشق دغه تور په کلکه رد کړی دی .
اکثره سیاسی شناندی له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت تورنول د ترهګرو په مقابل کښې د حکومتی عسکرو د بریالیتوبونو د حقیقتونو د اپوټه ښودلو او د عمومی افکارو د بې لارې کولو لپاره یوه۱(۱)هڅه بولی .