امنیت شورا د افغانستان په ستونزو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63765-امنیت_شورا_د_افغانستان_په_ستونزو_اندیښنه_وښودله
ایرنا خبری اژانس وایی د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو او دافغانستان ګاونډیو هیوادونو پرون په یوې غونډې کښې په دغه هیواد کښې په موجودو مشکلاتو د اندیښنې په څرګندولو سره د پایدارې پراختیا لپاره په سیمه ایزو ملګرتیاو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 01:59 Asia/Kabul
  • د امنیتي مشکلاتو حل یوازې دافغانستان دحکومت مسولیت نه دی بلکې دغه کار باید  په سیمه ایز ډول حل شي .
    د امنیتي مشکلاتو حل یوازې دافغانستان دحکومت مسولیت نه دی بلکې دغه کار باید په سیمه ایز ډول حل شي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو او دافغانستان ګاونډیو هیوادونو پرون په یوې غونډې کښې په دغه هیواد کښې په موجودو مشکلاتو د اندیښنې په څرګندولو سره د پایدارې پراختیا لپاره په سیمه ایزو ملګرتیاو ټینګار وکړ .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش په افغانستان او مرکزی اسیا کښې د سیمه ایزو ملګرتیاو د موضوع په اړه دامنیت شورا په ځانګړی غونډې کښې وویل د افغانستان د اوبو سرچینې تر سخت دباو لاندې ورغلی دی او دغه موضوع د ډیرې سیمه ایزې ملګرتیا زمینه کیدلای شی .

ګوترش په دې خبرې سره چې دتجارت زیاتیدل دافغانستان او دسیمې له غوړیدا او پایداره پراختیا سره مرسته  کولای شی وویل د امنیتی مشکلاتو حل یوازې دافغانستان دحکومت مسولیت نه دی بلکې دغه مشکل  باید  په سیمه ایز ډول حل شی .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش  ددغه موسسې له ترهګرۍ سره د مبارزې د پلان د اجرا لپاره د مرکزی اسیا د سیمې دهیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ او ویې ویل د مرکزی اسیا هیوادونه کولای شی  په سیمه ایزې ملګرتیا سره د پایداره پراختیا او دصلحې هدفونو ته ورسیږی .

د قزاقستان خارجه وزیر غیرت عبدالرحمانف هم چې هیواد یې د نوی میلادی کال په لومړۍ(۱) میاشت کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا پړاویزه مشرۍ پرغاړه لری د افغانستان له چیلنجونو سره د مقابلې لپاره په سیمه ایزې ملګرتیا ټینګار سره وویل دغه کړچار له ګواښونو سره  افغانستان د مقابلې لپاره مهم دی .