پاکستان باید حافظ سعید محاکمه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63767-پاکستان_باید_حافظ_سعید_محاکمه_کړی
زمونږخبریال راپور راکړی امریکا پرون په پاکستان غږ وکړ چې د جماعت الدوعه(Jamaatud Dawa) ډلې مشر حافظ سعید په بشپړه ډول محاکمه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 02:18 Asia/Kabul
  • دهندوستان خارجه وزارت هم دامریکا حکومت ته د ورته دریځ په بیانولوسره وویل که چیرې څوک نړیوال ترهګر وي نو هغه حافظ سعید دی .
    دهندوستان خارجه وزارت هم دامریکا حکومت ته د ورته دریځ په بیانولوسره وویل که چیرې څوک نړیوال ترهګر وي نو هغه حافظ سعید دی .

زمونږخبریال راپور راکړی امریکا پرون په پاکستان غږ وکړ چې د جماعت الدوعه(Jamaatud Dawa) ډلې مشر حافظ سعید په بشپړه ډول محاکمه کړی .

امریکا په دغه غوښتنې سره د حافظ سعید په اړه دهند دریخ تائید کړی دی .

دامریکا د باندنیو چارو د وزارت ویندوې میرمن هیټر نوئرت (Heather Nauert) پرون په یوه خبری کانفرنس کښې وویل دپاکستان لومړی وزیر شاهد خان عباسی څه موده مخکې د جماعت الدوعه ډلې دمشر حافظ سعید په اړه نرمه لهجه کارولی وه او زیاته یې کړه د حافظ سعید د نوم په اخر کښې دصیب کلمې د کارولو معنا دا ده چې دپاکستان حکومت ددغه سړی پرضد هیڅ دوسیه نه ده جوړه کړی .

د امریکا دخارجه وزارت ویندوې هیتر نوئرت(Heather Nauert)  د جماعت الدوعه ډلې دمشر حافظ سعید په اړه د پاکستان دلومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دریځ رد کړ او زیاته یې کړه مونږ حافظ سعید ترهګر  او هغه د یوې ترهګرې ډلې  یوه(۱) برخه ګڼو .

هغې وویل حافظ سعید په ۲۰۰۸ میلادی کال کښې دهندوستان د ممبۍ دترهګرو حملو اصلی پلانونکی دی چې له کبله یې د یوشمیر امریکایانو په شمول یوسل شپږ شپیته(۱۶۶) کسان وژل شوی وو .

دامریکا دخارجه وزارت  ویندوې هیتر نوئرت(Heather Nauert)  وویل مونږ دپاکستان حکومت ته خپل نظر او دریځ  بیان کړی دی او زیاته یې کړه مونږ باوری یوو چې حافظ سعید باید له قانون سره سم په سم ډول محاکمه شی .

دهندوستان خارجه وزارت هم دامریکا حکومت ته د ورته دریځ په بیانولوسره وویل که چیرې څوک نړیوال ترهګر وی نو هغه حافظ سعید دی .

د هندوستان دخارجه وزارت ویندوی راویس کمار(Ravees Kumar) وویل که فرض کړئ تاسو خپلې سترګې پټې کړئ او داسې تصور وکړئ چې هیڅ شی به رامینځته نشی خو پاکستان باید پوه شی چې مخ ته یې څه دی او باید ددا ډول خلکو پرضد اقدام وکړی .