روسیه هیڅکله اټومی تړون ته تاوان رسیدل نه منی
-
دسوریې په شمال کښې د ځايی ځواک د جوړولو لپاره دامریکا هڅې دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له ژمنې سره په تضاد کښې دي .
زمونږخبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو دایران داټومی موافقې په اړه د بیا خبرو اترو دمخنیوی لپاره خپله ټوله هڅه وکاروی وویل روسیه اټومی موافقې ته هیڅ ډول تاوان رسیدل نه منی .
هغه وویل داټومی موافقې اروپایی لورو هیوادونو په ښه ډول د اټومی تړون په باره کښې دبیا خبرو اترو دمسلې خطرونه درک کړی او هغوې به بیا خبرو دترسره کیدا غوښتنه ونه منی .
د روسیې خارجه وزیر لاوروف د مینځنی ختیځ په چارو کښې د نه لاسوهنې لپاره له ایران څخه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا غوښتنه غیر ممکنه وبلله او ویې ویل ایران دسیمې دټولو هیوادونو په شان په دې برخه کښې خپلې ګټې تعقیبوی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف دغه راز دسوریې په شمال کښې د ځایی ځواک د جوړولو لپاره په امریکا نیوکې سره وویل دسوریې په شمال کښې د ځایی ځواک د جوړولو لپاره دامریکا هڅې دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له ژمنې سره په تضاد کښې دی .
امریکا ، سعودی عربستان، فرانسه ، انګلستان، ترکیه ، قطر، اردن ، متحده عربی امارات، اردن ،اسرائیل ،بحرین ، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .