له اروپایی اتحادیې د لندن دوتلو په اړه ټولپوښتنه نه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63841-له_اروپایی_اتحادیې_د_لندن_دوتلو_په_اړه_ټولپوښتنه_نه_کیږی
مهر خبری اژانس وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا می(Theresa May) پرون دجرمنی له بلیډ(Bild) ورځپاڼې سره په مرکه کښې ټینګار وکړ له اروپایی اتحادیې د انګلستان د وتلو په اړه به دوهمه(۲) ټولپوښتنه ونشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 01:50 Asia/Kabul
  • اروپایي اتحادیې ته د بریتانیا د ورستنیدا امکان شته .
    اروپایي اتحادیې ته د بریتانیا د ورستنیدا امکان شته .

مهر خبری اژانس وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا می(Theresa May) پرون دجرمنی له بلیډ(Bild) ورځپاڼې سره په مرکه کښې ټینګار وکړ له اروپایی اتحادیې د انګلستان د وتلو په اړه به دوهمه(۲) ټولپوښتنه ونشی .

هغې له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو د دوهمې(۲) ټولپوښتنې  په ترسره کولو سره په دغه اتحادیې کښې د خپل هیواد د پاتې کیدا وړاندیز ته په غبرګون کښې وویل په اروپایی اتحادیې کښې د بریتانیا دپاتې کیدا امکان نشته .

د انګلستان  لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې زیاته کړه چې پارلمان په دې اړه خپله فیصله کړی ده .

له اروپایی اتحادیې د بریتانیا په وتلو دلومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې ټینګار په داسې حال کښې دی چې دهغې مرستیال ډیویډ لیډینګټن(David Lidington) پرون ویلی وو مکمنه ده چې انګلستان په راتلونکی کښې اصلاح شوی اروپایی اتحادیې ته بیرته ورستون شی .

د اروپایی اتحادیې مشرانو هم تیره اونۍ د فرانسې په سټراسبورګ کښې د اروپا د پارلمان په غونډې کښې ټینګار کړی وو اروپایی اتحادیې ته د بریتانیا د ورستنیدا امکان شته .