ترکیې ایران او روسیې ته اطلاعات ورکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63847-ترکیې_ایران_او_روسیې_ته_اطلاعات_ورکړل
زمونږخبریال راپور راکړی د ترکیې دباندنیو چارو وزارت پرون دسوریې په شمال کښې په عفرین(Afrin) ښار کښې د خپل هیواد دپوځ دعملیاتو په اړه داطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره په انقرې کښې خارجه وزارت ته د ایران داسلامی جمهوریت او د روسیې دسفیرانو په بللو سره د پوځی عملیاتو په اړه توضیح ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 02:22 Asia/Kabul
  • ترکیې په عفرین(Afrin) ښار کښې له پوځي عملیاتو د سوریې حکومت خبر کړی دی .
    ترکیې په عفرین(Afrin) ښار کښې له پوځي عملیاتو د سوریې حکومت خبر کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړی د ترکیې دباندنیو چارو وزارت پرون دسوریې په شمال کښې په عفرین(Afrin) ښار کښې د خپل هیواد دپوځ دعملیاتو په اړه داطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره په انقرې کښې خارجه وزارت ته د ایران داسلامی جمهوریت او د روسیې دسفیرانو په بللو سره د پوځی عملیاتو په اړه توضیح ورکړ .

په همدې ارتباط د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم وویل ددغه هیواد پوځ په پینځه نوی(۹۰) فیصده  هدفونو حملې کړی او یوازې په ترهګرو بریدونه کوی .

هغه وویل ترکیې په عفرین(Afrin) ښار کښې له پوځی عملیاتو د سوریې حکومت خبر کړی دی .

د ترکیې د پوځ لوی درستیزوالې هم ویلی دی د سوریې په شمال  کښې په عفرین(Afrin) ښار کښې پوځی عملیات له ترهګرو سره دمبارزې او د سوریې دځمکنۍ بشپړتیا دساتلو په احترام او ملکی خلکو ته د تاوان د نه رسیدا لپاره دضروری تدبیرونو دغوره کولو لپاره پیل شوی دی .

په همدې اړه د لبنان المیادین ټیلی ویژن د سوریې دځایی سرچینو په قول وویل د عفرین (Afrin)له وسیدونکو ډک په لسګونو بسونه د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمو ته لاړل .

ترکیه له سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان، فرانسې ، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو، بحرین کویت، قطر او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ، عراق او لیبیا کښې دترهګرو ډلو ستره ملاتړی ده .