سوریې د ترکیې پوځی عملیات په کلکه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63849-سوریې_د_ترکیې_پوځی_عملیات_په_کلکه_وغندل
فارس خبری اژانس وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا په شمال کښې په عفرین(Afrin) ښار د ترکیې یرغل په کلکه وغاند او ډاګینه یې کړه د انقرې دغه اقدام د سوریې د ملی واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 02:33 Asia/Kabul
  • سوریې په ځلونو په خپل هیواد کښې دترکیې د پوځیانو په غیر قانوني شتون او پوځي عملیاتو نیوکې کړي دي .
    سوریې په ځلونو په خپل هیواد کښې دترکیې د پوځیانو په غیر قانوني شتون او پوځي عملیاتو نیوکې کړي دي .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا په شمال کښې په عفرین(Afrin) ښار د ترکیې یرغل په کلکه وغاند او ډاګینه یې کړه د انقرې دغه اقدام د سوریې د ملی واکمنۍ خلاف ورزۍ ده .

دسوریې دباندنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل د ترکیې یرغل وغندی او ددغه یرغل د بندولو لپاره ضروری اقدامات غوره کړی .

دسوریې خارجه وزارت دغه راز دترکیې دغه ادعا چې وایی دمشق یې په عفرین(Afrin) ښار کښې له خپلو پوځی عملیاتو خبر کړی دی دروغ وبلله .

ترکیې دغه راز له تیرې جمعې ورځې راهسې په عفرین(Afrin) ښار کښې دسوریې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند دځواکونو په مرکزونو دتوپونو ډزو ته هم دوام ورکړی دی .

د زیتون دڅانګې په نوم د ترکیې دپوځ ځمکنی عملیات له پرون مازیګر څخه د سوریې په عفرین (Afrin)ښار کښې پیل شوی دی .

ترکیې له دې مخکې هم دسوریې په شمال کښې دفرات د ډهال په نوم پوځی عملیات ترسره کړی وو .

سوریې په ځلونو په خپل هیواد کښې دترکیې د پوځیانو په غیر قانونی شتون او پوځی عملیاتو نیوکې کړی دی .