امریکا په سیمه کې د ایران برلاسی نه شي زغملی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63915-امریکا_په_سیمه_کې_د_ایران_برلاسی_نه_شي_زغملی
د امریکا د ولسمشر مرستیال ادعا وکړه: ایران په سیمه کې  دخپل نفوذ په پراختیا پسې دی او امریکا دغه خبره نه شي زغملې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 02:29 Asia/Kabul
  • امریکا په سیمه کې د ایران برلاسی نه شي زغملی

د امریکا د ولسمشر مرستیال ادعا وکړه: ایران په سیمه کې  دخپل نفوذ په پراختیا پسې دی او امریکا دغه خبره نه شي زغملې.

 

مایک پنس پرون په اردن کې د امریکایی پوځیانو په ټول کې  چې سوریې ته نزدې د اردن په یوه اډه کې ځای پر ځای دي وویل :  ایران په سیمه کې د برلاسي په موندلو او د سیمې په لوی طاقت د بدلیدلو په لټه کې دی  چې په سیمه کې د امریکا متحدان وګواښي. دامریکا د ولسمشر مرستیال همداراز ادعا وکړه چې امریکا به هیڅ کله پرې نه ږدي چې  ایران د خپلو ایټمي وسلو د پراختیا پروګرم جاري وساتي.

 د امریکا د ولسمشر دمرستیال دغه  ادعا په داسې حال کې ده چې د ایټمي انرجۍ نړیوال اژانس تر اوسه نهه ځله په ایټمي موافقې د یران پابندي تایید  کړې او اعلان یې کړی چې د ایران په سوله ایز ایټمي پروګرام کې هیڅ ډول کوږوالی نه دی لیدل شوی.

په سیمه کې د ایران د ګواښ والي په هکله د مایک پنس ادعا هم تش تور او په نورو  د ستونزو  مسوولیت اچول دي ځکه چې  اسلامي ایران په سیمه  او سوریه کې د ترهه ګرو په ختمولو او په عراق او لبنان کې د ثبات په ټینګولو او د نړۍ  له مظلومانو په دفاع کې  مثبت رول لوبوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ایران کامیابۍ د دښمنانو د سترګو خار او د امریکا او صهیونسټ رژیم لپاره د نه منلو وړ بللې دي.