د سوریې پوځ څلور نور کلی هم ازاد کړل
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ د ولسی ځواکونو په ملاتړ سره په لویدیځ کښې دحماه ولایت د ختیځ په خوا کښې څلور (۴)کلی ازاد کړل او د جبهه النصره ترهګرې ډلې یوشمیر غړی یې هم هلاک کړل .
د سوریې عسکرو دحماه ولایت په ختیځ کښې طوطح ، حجیله ، عنیق او باجراه کلی له ترهګرو ازاد کړی دی .
د سوریې پوځیانو په دغو عملیاتو کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې د څو غړیو په وژلوسربیره دهغوې څو ګاډی هم تباه کړل .
د سوریې پوځ او ځواکونو له پرون راهسې په ادلب ، حماه او حلب ولایتونو کښې په یوزر او دوه سوه(۱۲۰۰) مربع کلومیټره ځمکې کښې ترهګر کلابند کړی او له النصره ډلې ترهګرې ډلې سره په جنګ کښې یې د ابوالضهور هوایی ډګر په ختیځ کښې الجعیکه ، حمیدیه شداد او الحمیدیه کلی ازاد کړل .
د سوریې عسکرو په تیرې شنبې ورځ د ولسی دفاع ځواکونو په ملاتړ سره په ادلب ولایت کښې د ابوالضهور ستراتیژیک هوایی ډګر کنټرول په لاس کښې واخیست او النصره ترهګرې ډلې ته یې زیاتې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه واړول .
ابوالضهور ستراتیژیک هوایی ډګر درې(۳) کاله د ترهګرو ډلو په نیواک کښې وو .