دسوریې عسکرو ۲۹۷ ټروریسټان هلاک کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63983-دسوریې_عسکرو_۲۹۷_ټروریسټان_هلاک_کړی_دی
زمونږخبریال وایی دسوریې له پوځ سره په جنګ کښې دوه سوه اوه نوی (۲۹۷)داعش ترهګر او دهغوې ملګری ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • ترهګرو د سوريې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په باب توما سیمې د هوانونو ډزې وکړې او له کبله یې نهه(۹) ملکیان ووژل شول .
    ترهګرو د سوريې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په باب توما سیمې د هوانونو ډزې وکړې او له کبله یې نهه(۹) ملکیان ووژل شول .

زمونږخبریال وایی دسوریې له پوځ سره په جنګ کښې دوه سوه اوه نوی (۲۹۷)داعش ترهګر او دهغوې ملګری ووژل شول .

دغه ټروریسټان د سوریې حماه ولایت په شمال ختیځ ، د ادلب ولایت  په ختیځ  او جنوب ختیځ او  د حلب ولایت په جنوب او  جنوب ختیځ کښې هلاک شوی دی .

په وژل شویو ترهګرو کښې یوسل درې(۱۰۳)  د نورو بهرنیو هیوادونو ښاریز دی .

دسوریې پوځ په دغه موده کښې په دغو سیمو کښې د درې سوه دوه ویشت(۳۲۲) کلیو او ښارګیو کنټرول په لاس کښې اخیستی دی   او  دیرش(۳۰) کلی او ښارګی په تیرو  اتو څلویښتو(۴۸) ساعتونو کښې ازاد کړې شوی دی .

دغه راز ترهګرو د سوریې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په باب توما سیمې د هوانونو ډزې وکړې او له کبله یې نهه(۹) ملکیان ووژل شول او یویشت (۲۱)نور ژوبل شوی .

په سوریې کښې تکفیری ترهګر چې له حکومتی عسکرو سره په جنګ کښې یې زیاتې مرګ ژوبلې زغملی دی اوس په  پلازمینې دمشق د هوانونو په ډزو او د تاوتریخوالی دکمولودسیمو دموافقې په خلاف ورزۍ کولو سره له بې دفاع ملکیانو د غچ د اخیستلو کوشش کوی .