پاکستان باید دطالبانو مشران ونیسی او ویې باسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63995-پاکستان_باید_دطالبانو_مشران_ونیسی_او_ویې_باسی
زمونږخبریال وایی دامریکا د سپینې ماڼۍ ویندویې میرمن سارا هوکابې سینډرز(Sarah Huckabee Sanders) دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په اینټرکانټیننټل هوټل د حملې په غندلو سره یوځل بیا په پاکستان غږ وکړ سمدستی د طالبانو مشران ونیسی او یا ددغه ډلې لخوا دپاکستان دخاورې د کارولو مخه ونیسی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 02:45 Asia/Kabul
  • امریکا وايي طالبان او حقاني ډله په پاکستان کښې مرکزونه لري او  ددغه هیواد له خاورې په افغانستان کښې حملې او بریدونه کوي  .
    امریکا وايي طالبان او حقاني ډله په پاکستان کښې مرکزونه لري او ددغه هیواد له خاورې په افغانستان کښې حملې او بریدونه کوي .

زمونږخبریال وایی دامریکا د سپینې ماڼۍ ویندویې میرمن سارا هوکابې سینډرز(Sarah Huckabee Sanders) دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په اینټرکانټیننټل هوټل د حملې په غندلو سره یوځل بیا په پاکستان غږ وکړ سمدستی د طالبانو مشران ونیسی او یا ددغه ډلې لخوا دپاکستان دخاورې د کارولو مخه ونیسی

له دې مخکې هم دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان دباو اچولی وو او ویلی یې وویل واشنګټن پوهیږی چې دپاکستان خاوره دترهګرو ډلو د امن ځایونو په توګه کارول کیږی .

دامریکا ولسمشر له پاکستان څخه غوښتی وو د ترهګرو پرضد اغیزشیندونکی اقدامات وکړی او ویلی یې وو  ترڅو چې اسلام اباد د ټروریسټانو دمرکزونو پرضد اقدامات نه وی کړی نو واشنګټن به له اسلام اباد سره پوځی مرستې بندې کړی .

امریکا وایی طالبان او حقانی ډله په پاکستان کښې مرکزونه لری او  ددغه هیواد له خاورې په افغانستان کښې حملې او بریدونه کوی  خو پاکستان دغه تور ردوی .