مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د نړیوالو خبرونو په یو سرټکی کی لیکل شوی دی:«د تهران- واشنګټن ترمنځ د اروپا لوبه»
تر دغه سرټکی لاندی د محمد رضا ستاری په قلم د لیکل شوی راپور په یوه برخه کی راغلی دی: تر اوسه لا د اټمی موافقې په سر د امریکی د دولت له جنجال زیږونی؛ او د سپینی ماڼۍ له خوا په برجام د ایران د پایبندۍ د یو ځلې بیا تائیدولو په هکله له بهانی لټونو څخه،
څو ورځې تیری شوی نه دی؛ چی دا ځلې د واشنګټن سیمه ایزو متحدینو او ملګرو په جده کی د غونډې په جوړولو سره، د یمن له حوثیانو څخه د ایران د ملاتړ ادعا مطرح کړه. پدغه بیړنۍ غونډه کی چی په ریاض باندی د انصارالله د توغندویی حملې په هکله وشوه، د اسلامی همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د دغو حملو د غندلو په ضمن کی؛ دغه توغندئ په ایران پوری مربوط بللی، او ادعا یی وکړه چی ایران د سیمی هیوادونو په چارو کی دخالت کوی.
له بلې خوا؛ که څه هم امریکی د تیرو اونیو په اوږدو کی هڅه وکړه؛ د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې په جوړولو سره، په همدې پلمه د ایران په خلاف د نړیوالې اجماع سریزې چمتو کړی، او حتی په ملګرو ملتو کی د دغه هیواد استازی«نیکی هیلی»، د توغندویو د ټوټو په ښودلو سره، د خپلې ادعا د ثابتولو هڅه کوله، خو د ملګرو ملتو سازمان په ځلونو په ډاګه اعلان کړئ، چی په ایران پوری د دغه توغندی د تړاو په هکله هیڅ کومه نښه وجود نه لری.
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو راپور کی لولو:« د کابل د انټرکانټیننټال په هوتل ترهه ګره حمله په نړیواله کچه وغندله شوه»
د افغانستان په پایتخت«کابل» کی د انټرکانتیننټال په هوټل ترهه ګره خونړۍ حمله، چی ۴۳ مړی او ۵۰ ټپیان یی پر ځای پریښودل، د سیمی د هیوادونو او د نړیوالو ټولنو له خوا وغندله شوه.
په همدې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند«بهرام قاسمی»، د کابل په انټرکانټیننټال هوټل ترهه ګر یرغل؛ چی د لس ګونو بی ګناه انسانانو د مرګ ژوبلې سبب شو، په کلکه غندلئ، او د افغانستان له دولت او ملت سره یی غمرازې وښودله.
قاسمی ټینګار وکړ: بیله شکه؛ هغه کسان چی د ویرې او وارخطایۍ رامنځته کول، او وژل او تاوتریخجن اقدامات؛ خپل هدف ته د رسیدو وسیله ګرځوی، باید په وروستیو میاشتو کی، په سیمه کی د تکفیری ټروریزم له برخلیک څخه، د عبرت سبق واخلی.
له بلې خوا، د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی«محمد فیصل» د ټویټی پیغام په خپرولو سره، د کابل د کانټیننټال په هوټل وسله
واله حمله وغندله، او پدې حمله کی یی د اسلام آباد د لاس لرلو په هکله، د افغانستان دولت د تورونو په ردولو سره، د دغې ترهه ګرې پیښې په باره کی د لا زیات تحقیق او څیړنی په ضرورت تاکید وکړ. همداراز د سیمی د نورو هیوادونو او نړیوالو ټولنو له خوا هم دغه خونړۍ ترهه ګره حمله غندله شوې ده.
******
د تهران چاپ د جام جم ورځپاڼی په یو راپور کی، د عربستان په «تعز» ولایت کی، د یمنی ځواکونو د توغندویی حملې له کبله د ۴۲ کسانو د وژل کیدو او د ۵۵ تنو د ټپیانیدو خبر ورکړ شوئ دئ.
امنیتی سرچینو؛ په«تعز» کی د سعودی ائتلاف د«الخیامی» په فرقې باندی، د یمنی ځواکونو په توغندویی حمله کی د څه باندی ۴۲ تنو عربستانی مزدورانو د وژل کیدو، او د ۵۵ کسانو د ټپیانیدو خبر ور کړ. د دغو سرچینو د راپور په اساس، د یمن پوځ او انصارالله ځواکونو، د«قاهر- ام۲» یو منځنئ واټن ویشتونکئ توغندئ، په«تعز» ولایت کی په عربستانی مزدورانو پوری
مربوط، د «الخیامی» په فرقې باندی وتوغاوه، او هغه یی په بشپړه توګه ورانه کړه.
د یمن پوځ او ؤلسی کمیټو همداراز، د خپلو پوځی عملیاتو په دوام کی، د عربستان په«جیزان» کی د«کرس جوبح» شمالی برخه، د هاوان د څو ګولیو په وسیله په نښه کړه، او د«حامضه» سیمې په نږدیو کی یی، د سعودی پوځیانو یو موټر ویجاړ کړ.
*******
اوس هم د افغانستان د ورستیو حالاتو په هکله؛ د کابل چاپ او بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د کابل پر انټرکانټینینټال هوټل د برید په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دی.
اصلاح
اصلاح ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هوټل کې دننه له ترهګرو سره د نفوذی کسانو د مرستې په تأیید سره ویلی چې پلټنې او د مسؤل امنیتی شرکت له کسانو تحقیقات پیل شوی دی.
په سرمقاله کې راغلی، د یاد وزارت چارواکو ویلی، غواړی د دغه برید په اړه د خلکو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ومومی.
ورځپاڼې لیکلی، له خلکو سره پوښتنې دی چې څنګه ترهګر وتوانېدل له ټولو امنیتی موانعو تېر او هوټل ته ځان ورسوی؟
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلی، د افغانستان د هوټل لرونکو ټولنې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د برید او مرګ ژوبلې په اړه ویلی چې پانګه به له هېواده ولاړه شی او هېڅ پانګه وال به حاضر نهشی چې په هېواد کې پانګونه وکړی، ځکه دوی د اوسېدو یو خوندی ځای نهلری.
په سرمقاله کې راغلی، پر دې هوټل دا دوهم لوی برید دی چې درنه مرګ ژوبله لری.
سرمقاله لیکونکی لیکی:
پر انټرکانټیننټال هوټل د وروستی برید په څېر بریدونه دا ښیی چې زموږ اصلی ستونزه جګړه او د امنیت نشتوالی دی، حکومت او چارواکی دې دغه لومړیتوب درک کړی، نور ولس د دغه حالت د دوام زغم نهلری او باید له دې ماتم، ماتم چاپېریال نه راووځی.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا یوې خصوصی امنیتی کمپنۍ ته د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت د چارو د سپارلو په اړه انتقاد کړی دی.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، دا کار د کوم چارواکی په وساطت شوی و او ولې امنیتی چارواکی د دغه مقام او دغهشان د یادې امنیتی کمپنۍ له نوم اخیستلو ډډه کوی؟
هېواد: هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د دغه برید په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی چې دا په پاکستان کې پلان شوی و.
د هېواد په سرمقاله کې راغلی چې دا برید په کور دننه او په نړیواله کچه غندل شوی دی.
د سرمقالې لیکوال لیکلی، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا برید یو وحشتناک برید ګڼلی او پهکې یې د شپږو اوکراینیانو د وژلو په اړه خپل ولسمشر ته خبر ورکړی دی.
هېواد لیکلی چې دغه برید د ملګرو ملتونو عمومی منشی او په افغانستان کې د امریکا سفارت هم غندلی دی.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د انټرکانټیننټال هوټل خونړۍ حملې ته کتلی دی.
د دې ورځپاڼې په مقاله کې راغلی چې د کام ایر هوایی شرکت پروازونه د یکشنبې په ورځ لغوه شول او د دې شرکت یوه چارواکی ویلی چې د دې شرکت په پروازونو کې ښایی په راتلونکو څو ورځو کې ځنډ راشی.
چارواکو په دې پېښه کې د دې شرکت د شپږو اوکراینی کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه پیغام کې لیکی چې د دې پېښې له خبر سرهیې ټکان خوړلی دی.
پروشنکو ویلی چې د حکومت چارواکو تهیې ویلی چې د دې پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا پر انټرکانټیننټال هوټل د وسلهوالو په حمله کې تېره شپه ۱۹ کسان وژل شوی او نهه کسان ټپیان شوی دی.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سړکونو او لویو لارو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
مقاله لیکی چې د سالنګ لاره کابل د افغانستان له شمال سره نښلوی.
مقاله لیکی چې حتی په ۲۰۱۸ میلادی کال کې دغه لاره سمه نهده.
د مقالې په وینا له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې میلیاردونه ډالر افغانستان ته د مرستې په نوم راغلی، خو هغه لویې لارې چې د افغانستان اقتصاد ته مهمې دی تر اوسه په بد وضعیت کې دی.
سالنګ تونل په ۱۹۶۴ میلادی کال کې د شوروی اتحاد انجنیرانو جوړ کړی وو او هغه مهال د انجنیرۍ له معجزو بلل کېده، خو هغه سړک چې له دې تونله تېرېږی، خراب شوی دی ځکه د بیارغونې کار نهدی ورباندې شوی.
دا تونل د ورځې له زرو څخه تر دوو زرو موټرو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس د ورځې تر ۱۰ زرو پورې موټر هم پرې تېرېږی.
مقاله یادونه کوی چې په ۲۰۰۴ میلادی کال کې د نړیوال بانک په مرسته د سالنګ لارې د بیارغونې هڅې وشوې، خو یو کال وروسته پوخ سرک سېل یووړ.
مقاله یادونه کوی چې که څه هم په وروستیو کلونو کې پر دې لاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت توکی تېر شوی دی چې د افغانستان د اقتصادی سوداګرۍ تر نیمایی زیاته برخه جوړوی.
دوه کاله مخکې نړیوال بانک د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سالنګ شااوخوا سړکونو د بیارغونې پروژه اعلان کړه، خو مقالې د دغه بانک د استازی چې نومیې نهدی یاد شوی او د فواید عامې وزارت د مرستیال وزیر عبدالرحمان صلاحی له قوله لیکلی چې دوی پخوانیو تجربو ته په کتو پرېکړه کړې چې قراردادونه پر کوچنیو برخو ووېشی.