چین د امریکې د دفاع وزارت رپورټ ته غبرګون څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64049-چین_د_امریکې_د_دفاع_وزارت_رپورټ_ته_غبرګون_څرګند_کړ
امریکا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي او په هیڅ کوم قانون پابنده نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 16:32 Asia/Kabul
  • چین د امریکې د دفاع وزارت رپورټ ته غبرګون څرګند کړ

امریکا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي او په هیڅ کوم قانون پابنده نه ده.

د چین دفاع وزیر د امریکې د ۲۰۱۸ کال د دفاعي سټراټیجۍ په رپورټ نیوکه وکړه او واشنګټن یې د بیجنګ په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړ.

د تهران د چیني راډیو د رپورټ له مخې د چین د دفاع وزارت ویاند هوا چونینګ وویل: د امریکې دفاع وزارت د چین په کورنیو چارو کښې په دخالت سره د امریکې په حساسو مرکزونو باندې د چین د هیکرانو د حملې په شمول ګڼ تورونه ولګول چې بیجنګ دغه تورونه ردوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند همداشان زیاته کړه: امریکا د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي او د هیڅ قانون پابندي نه کوي.

د ویلو ده چې د امریکې حکومت کانګرس ته په خپل کلیز رپورټ کښې په ۲۰۰۱ کال کښې د نړیوال تجارت په موسسې کښې د چین له شاملیدو د خپل هیواد ملاتړ غلطي وبلله او د چین اقدامات یې په نړۍ کښې د آزادې سوداګرۍ د اصولو خلاف وبلل.