لندن او پاریس دواړه پر برجام ټینګ ولاړ دي
د بریطانیا وزیراعظمې ټریزا می په لندن کښې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټیلرسن سره په کتنه کښې د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ ایټمي موافقې (برجام) باندې د خپل هیواد پر پایبندۍ ټنیګار وکړ.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په برجام کښې د بیاکتنې لپاره پر اروپا د امریکې له دباو څخه د نارضایتۍ په څرګندولو سره وویل چې د امریکې له خارجه وزیر سره په کتنه کښې به د برجام په وړاندې د پاریس په پریکنده ژمن والي ټینګار وکړي.
ژان ایو لودریان نن د امریکې له خارجه وزیر رکس ټیلرسن سره له کتنې مخکښې په برجام کښې د بیاکتنې لپاره پر اروپايي هیوادونو د دباو اچولو لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اقداماتو خوابدي وښودله.
هغه خبریالانو ته وویل چې له رکس ټیلرسن سره په ملاقات کښې به د برجام (ایټمي موافقې) په وړاندې د فرانسې پر پریکنده ژمنوالي ټینګار وکړي.
له دې مخکښې د بریطانیا وزیراعظمې ټریزا می په لندن کښې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټیلرسن سره په کتنه کښې د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ ایټمي موافقې (برجام) باندې د خپل هیواد پر پایبندۍ ټنیګار کړی دی.