په میانمار کښې لاهم د مسلمانانو کورونه او کلي سوزول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64091-په_میانمار_کښې_لاهم_د_مسلمانانو_کورونه_او_کلي_سوزول_کیږي
د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو د کورونو سوزول لاهم دوام لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2018 08:58 Asia/Kabul
  • په میانمار کښې لاهم د مسلمانانو کورونه او کلي سوزول کیږي

د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو د کورونو سوزول لاهم دوام لري.

د ایرنا د خبر له مخې د روهینګیا قام په مسلمانانو کښې عیني شاهدان او نوي کډوال وايي چې له بنګلادیشه د د غه مسلمان لږکي د ستنولو لپاره له ژمنو سره سره په راخین ولایت کښې د بودائي وسله والو او د میانمار د پوځي ځواکونو لخوا د دوي کلي او کورونه همهغه شان سوزول کیږي.

خبر زیاتوي چې د روهینګیا مسلمانانو قتل عام لاهم جاري دی.

دا جنایتونه په داسې حال کښې بڼه نیسي چې ټاکل شوې وه له بنګله دیش څخه د میانمار راخین صوبې ته د روهینګیا مسلمانانو د ستنولو عملیات له پرون (سه شنبې) څخه پیل شي خو بنګله دیش دغه کار وځنډوه.

په میانمار یا برماکښې د روهینګیا قام مسلمانان له کلونو راهیسې په خپل هیواد کښې له خپلو انساني او ټولنیزو حقوقو بې برخې دي او نن سبا له ډیرو بدو حالاتو سره مخ دي.