امریکا په سیمه کښې دنوی فتنې هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64143-امریکا_په_سیمه_کښې_دنوی_فتنې_هڅه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د اطلاعاتو نوی وزیر عماد ساره وویل امریکا او ملګرو هیوادونه چې په پوځی جنګ کښې ونه توانیدل په سیمه کښې سپیرو هدفونو ته ورسیږی دنرم جنګ په رودو سره په سیمه کښې دنوی فتنې د رامینځته کولو هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 01:14 Asia/Kabul
  • امریکا، سعودي عربستان ، انګلستان ، فرانسه او ځينې نور عرب هیوادونه دترهګرو ډلواصلي جوړونکي هیوادونه دي .
    امریکا، سعودي عربستان ، انګلستان ، فرانسه او ځينې نور عرب هیوادونه دترهګرو ډلواصلي جوړونکي هیوادونه دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د اطلاعاتو نوی وزیر عماد ساره وویل امریکا او ملګرو هیوادونه چې په پوځی جنګ کښې ونه توانیدل په سیمه کښې سپیرو هدفونو ته ورسیږی دنرم جنګ په رودو سره په سیمه کښې دنوی فتنې د رامینځته کولو هڅه کوی .

د سوریې داطلاعاتو نوی وزیر عماد ساره پرون په دمشق کښې د ایران داسلامی جمهوریت له سفیر جواد ترک ابادی سره په کتنې کښې وویل استکباری جبهه چې ونه توانیدله په سوریې کښې د انحرافی سرزورو او تکفیری ډلو په رامینځته کولو کښې بریالۍ شی په نویو اوزارونو سره په ایران او سوریې کښې د فتنې د رامینځته کولو کوشش کوی خو دوې تل د ملتونو په ملاتړ سره نه دی توانیدلی خپلو هدفونو ته ورسیږی .

په  سوریې کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر جواد ترک ابادي هم په دغه کتنې کښې وویل ایران او سوریه یو لوړ تمدن او کلتوری مخینه لری او دایران دملت دغه لوړه تاریخی مخینه ده چې تل یې ددښمانانو د کلتوری یرغل او د فتنو په مخه نیولو کښې مقاومت کړی دی .

امریکا، سعودی عربستان ، انګلستان ، فرانسه او ځینې نور عرب هیوادونه دترهګرو ډلواصلی جوړونکی هیوادونه دی .