اروپایی اتحادیه باید دامریکا له قیمومیت ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64147-اروپایی_اتحادیه_باید_دامریکا_له_قیمومیت_ووځی
زمونږ خبریال وایی د اروپا دسوداګرۍ کوټو (Euro Chambers)مشر کریسټف لایټل د بایکاټونو په موضوع کښې دامریکا په یواړخیزه اقداماتو نیوکې سره وویل اروپایی هیوادونه باید دامریکا له قیمومیت څخه خلاص شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 01:41 Asia/Kabul
  • د اټومي موافقې له لاسلیک کیدا وروسته  د تهران پرضد د واشنګټن بایکاټونه ددغه نړیوال تړون ښکاره خلاف ورزۍ ده .
    د اټومي موافقې له لاسلیک کیدا وروسته د تهران پرضد د واشنګټن بایکاټونه ددغه نړیوال تړون ښکاره خلاف ورزۍ ده .

زمونږ خبریال وایی د اروپا دسوداګرۍ کوټو (Euro Chambers)مشر کریسټف لایټل د بایکاټونو په موضوع کښې دامریکا په یواړخیزه اقداماتو نیوکې سره وویل اروپایی هیوادونه باید دامریکا له قیمومیت څخه خلاص شی .

کریسټف لایټل په بروکسل کښې د اروپایی اتحادیې د کمیسیون له مشر «ژان کلوډ یونکر» سره له کتنې وروسته ټینګار وکړ اروپایی هیوادونه په اسانۍ سره  هغو بایکاټونو ته ورګډیږی  کوم چې امریکا دخپلو  ګټو د تامینولو په چوکاټ کښې د نورو هیوادونو پرضد اعمالوی .

هغه په دوام کښې د ایران او د روسیې پرضد دامریکا بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د روسیې په اړه ګمان کوم چې ماسکو خپه نه دی ځکه چې د تنبیهی تدبیرونو په غوره کولو سره روسیه بریالۍ شوه چې خپل داخلی توان پیاوړی کړی .

ایران هم په دې سربیره چې دامریکا بندیزونه د خپلو داخلی وسونو د پیاوړتیا لپاره فرصت ګڼی خود اټومی موافقې له لاسلیک کیدا وروسته  د تهران پرضد د واشنګټن بایکاټونه ددغه نړیوال تړون ښکاره خلاف ورزۍ ده .