د بریتانیا د خارجه وزیر څرګندونې بې منطقه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64149-د_بریتانیا_د_خارجه_وزیر_څرګندونې_بې_منطقه_دی
زمونږخبریال وایی د بریتانیا د ولسی جرګې هاوس اف کامنز (House OF commons)استازی کریس برایانټ (Chris Bryant) دقدس پرضد د خپل هیواد دباندنیو چارو د وزیر بوریس جانسن څرګندونې دلندن د سیاست دلالهاندۍ سبب وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملاتړو ډلو هم د بریتانیا خارجه وزیر  بوریس جانسن په څرګندونو غصه څرګنده کړي ده .
    د فلسطین ملاتړو ډلو هم د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن په څرګندونو غصه څرګنده کړي ده .

زمونږخبریال وایی د بریتانیا د ولسی جرګې هاوس اف کامنز (House OF commons)استازی کریس برایانټ (Chris Bryant) دقدس پرضد د خپل هیواد دباندنیو چارو د وزیر بوریس جانسن څرګندونې دلندن د سیاست دلالهاندۍ سبب وبللې .

هغه له اینډی پینډینټ (Independent)ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل که چیرې د انګلستان خارجه وزیر بوریس جانسن غواړی دقدس په اړه سیاست بدل کړی باید پارلمان ته توضیح ورکړی ځکه چې دهغه څرګندونې د لالهاندۍ سبب شوی دی .

د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن په تیرې دوشنبې ورځ په لندن کښې دامریکا له خارجه وزیر ریکس ټیلرسن سره په کتنې کښې د  واشنګټن لخوا د اسرائیلو درژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندل یو(۱) فرصت او مخ په وړاندې حرکت وباله .

د بریتانیا د ولسی جرګې هاوس اف کامنز د بهرنی سیاست د کمیټۍ غړی کریس برایانټ(House OF commons) ډاګینه کړه د خارجه وزیر بوریس جانسن دغه کړچار د فلسطین دمسلې حل لاره کمزوری کوی .

د فلسطین ملاتړو ډلو هم د بریتانیا  دخارجه وزیر  بوریس جانسن په څرګندونو غصه څرګنده کړی ده .

دامریکا ولسمشر ټرمپ دتیر میلادی کال ددسمبر په شپږمه(۶) نیټه له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره  سره وویل واشنګټن قدس د  اسرائیلو درژیم  دپلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .

دامریکا د ولسمشر له دغه اقدام څخه وروسته د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ یو() پریکړه لیک تصویب کړ او ویې ویل قدس به داسرائیلو د رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت ونه پیژندی .