ماسکو د اټومی موافقې داصلاح لپاره هیڅ دلیل نه وینی
-
دملګروملتونو داټومي انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په ځلونو اټومي موافقې ته د ایران پاې بندۍ تائید کړي ده .
زمونږ خبریال وایی په اروپایی اتحادیې کښې د روسیې استازی ولادیمیرچیزوف (Vladimir Chizhov)پرون په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو د ایران داټومی موافقې ملاتړ کوی وویل روسیه په دغه تړون کښې د بدلون لپاره هیڅ دلیل نه وینی .
هغه د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو د اټومی موافقې په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل د دغه نړیوال تړون د اصلاح لپاره له اروپایی هیوادونو دټرمپ غوښتنه له اروپایی اتحادیې څخه یو ډول د باج او کلنګ اخیستل دی .
په اروپایی اتحادیې کښې د روسیې استازی ولادیمیر چیزوف (Vladimir Chizhov)وویل دملګروملتونو داټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په ځلونو اټومی موافقې ته د ایران پاې بندۍ تائید کړی ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ادعا سره چې د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقه یوازې دایران د اسلامی جمهوریت ګټې تامینوی داټومی تړون د مادو د بدلولو او د امکان په بڼه کښې ددغه اټومي موافقې د لغوه کولو غوښتونکی دی .
داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی او د اټومی موافقې نورو لورو هیوادونو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقه له نړیوالې ټولنې سره اړه لری ټینګار کړی دی دا داسې تړون نه دی چې په دوه اړخیزه ډول لاسلیک شوی او یو(۱) هیواد(امریکا) وکولای شی هغه لغوه کړی .