امنیت شورا نن د فلسطین په اړه غونډه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64153-امنیت_شورا_نن_د_فلسطین_په_اړه_غونډه_کوی
مهر خبری اژانس وایی د فلسطین دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال تیسیر جرادات(Tisir Jaradat) نن د فلسطین په موضوع سره دملګروملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 02:17 Asia/Kabul
  • قدس له ۱۹۶۷ میلادي کال راهسې د اسرائیلو د جعلي او ظالم رژیم په نیوا کښې دی .
    قدس له ۱۹۶۷ میلادي کال راهسې د اسرائیلو د جعلي او ظالم رژیم په نیوا کښې دی .

مهر خبری اژانس وایی د فلسطین دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال تیسیر جرادات(Tisir Jaradat) نن د فلسطین په موضوع سره دملګروملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .

هغه وویل دغه غونډه به د فلسطین په غوښتنه ترسره شی .

په ملګروملتونو کښې د فلسطین استازی ریاض منصور هم پرون وویل د امنیت شورا دغه غونډه به دفلسطین په باره کښې د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو په وړاندې د امنیت شورا د مسولیت دیادونې په هدف ترسره شی .

د ویلو ده چې دملګروملتونو عمومی اسمبلۍ د تیر  میلادی کال ددسمبر د میاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه له قدس څخه دملاتړ پریکړه لیک په یوسل اتویشتو(۱۲۸) موافقو ،  نهو(۹) مخالفو او پینځه دیرشو (۳۵)سپینو رایو سره تصویب کړ .

قدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو د جعلی او ظالم رژیم په نیواک کښې دی .