مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64189-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی تر دې سرټکی لاندی چی«نړۍ؛ د ټرمپ له یو کال ؤلس مشرۍ وروسته»، د سیاسی ټولن پیژاندی«حامد روشن چشم» په قلم په یو تحلیل کی لیکل شوی دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 11:53 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی تر دې سرټکی لاندی چی«نړۍ؛ د ټرمپ له یو کال ؤلس مشرۍ وروسته»، د سیاسی ټولن پیژاندی«حامد روشن چشم» په قلم په یو تحلیل کی لیکل شوی دی:

 

  داسی بریښیده چی ټاکل شوې وه دنیا له ټرمپ سره یوه نوې تجربه لاسته راوړی. اوس یو کال؛ قدرت ته د هغه له رسیدو څخه تیریږی، خو پدې موده کی د ټرمپ په شتون، کوم شرایط او پیښې رامنځته شوی دی؟ که د ټرمپ داخلی او بهرنی تصمیمونو او سیاستونو ته وګورو، په آسانۍ سره ویلای شو، چی د ټرمپ   اقداماتو، د باراک اوباما زیاتره تصمیمونه بی اغیزی کړی دی.

سره له دې حاله؛ په بین المللی شرایطو کی یوه بله مهمه پیښه هم رامنځته شوې ده. داسی بریښی چی نورهیوادونه؛ د پخوا په اندازه، په تیره بیا په نړیواله حوزه کی، د امریکی د یو اړخیزو سیاستونو تابع نه دی. دا چی؛ له ایران سره اټمی موافقه(برجام)، یوه ماته خوړلې طرح وګڼله شی، ټولو بین المللی هلو ځلو ته یو راز بی احترامی وه، ځکه چی په یو ډول یی؛ نړیوال رضایت لاسته راوړئ ؤ.

له افغانستان؛ عراق او سوریی څخه د پوځی ځواکونو د شمیر کمولو له طرحې څخه سترګی پټول؛ چی د اوباما له خوا ورته پام کیده، او پر ځای یی په نورو هیوادونو کی د پوځیانو د شمیر زیاتول، د دی بیانونکی دی، چی تر اوسه لا د منځنی ختیځ سیمه د ټرمپ لپاره زیات جذابیت لری، او ټاکل شوې ده امریکا؛ له دغې سیمې څخه د پام وړ اقتصادی او سیاسی ګټې د ځان په برخه کړی. 

پردغو چارو سربیره؛ د یو شمیر مسلمانو هیوادونو لپاره، امریکی ته د سفر کولو محدودیت، او د وړتیا په اساس امریکی ته د   

مهاجرت په خاص چوکاټ باندی تمرکز کول؛ د ټرمپ لپاره د یواځی امریکی د اهمیت لرلو ښودونکی دی. دغه موضوع؛ له هرې بلې نتیجې څخه ورتیر، چی د امریکا لپاره به ولری، یو نړیوال باور له ځانه سره لری، او هغه دا چی نور نو امریکا؛ په نړۍ کی د آزادۍ؛ بشری حقوقو؛ سولې او ډموکراسۍ مخکښه او بیرغچی نه ده.

******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د واشنګټن پوسټ ورځپانی په حواله لیکل شوی دی:« د آل سعود په خلاف د عربستان د خلګو قهریدلئ پاڅون، کیدونکئ دئ»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی، په یو راپور کی د سعودی عربستان اقتصادی او سیاسی بی ثباتیو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: پخپلو سیاستونو کی د «محمد بن سلمان» پرله پسی ماتې به، پدغه هیواد کی د  خلګو د نا رضایتۍ؛ قهر او ؤلسی پاڅون سبب شی. د واشنګټن پوسټ په لیکنه: د بی مخینی مسکینۍ؛ بی کارۍ او د شیانو د بیو د زیاتوالی په سیوری کی، د«محمد بن سلمان» غلط تصمیمونه به، د سعودی واکمنانو په خلاف د ؤلسی پاڅون لامل شی. پدغه راپور کی، د سعودی شاهزادګانو بی پروا نیونو، د ماڼیو؛ بیړیو او سترو هوټلونو په شمول، د«بن سلمان» پیرودنو؛ او د هغه په وسیله د شاهزادګانو د مالونو او شتمنیو مصادره کولو ته اشاره شوې ده. 

 

******

د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی دا راپور لیدل کیږی؛ چی

«پاکستان؛ د امریکی پرځای د اروپا له اتحادیې سره د اړیکو پراختیا په اجنډا کی را وستې ده»  

د پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ: اسلام آباد؛ له واشنګټن سره د اړیکو له لانجمنیدو وروسته، له اروپا اتحادیې سره د اړیکو پراختیا، په اجنډا کی را وستې ده. «خرم دستګیر خان» په بروکسل کی د اروپا اتحادیې له نمایندګانو سره په کتنه کی وویل: له اروپا اتحادیې سره به، د پاکستان اړیکی له پخوا څخه په لا زیات ټنګتیا سره دوام ومومی، او له دغې اتحادیی سره به؛ په مختلفو زمینو کی لا زیاتی همکارۍ ولرو.

په همدی حال کی، د پاکستان خارجه وزیر«خواجه محمد آصف» پدی خبری په ټینګار سره؛ چی موږ له دې څخه پخوا هم د امریکی دباؤونو ته پام نه کاوه، او په راتلونکی کی به هم، پام ونه کړو؛ اعلان وکړ: امریکی؛ په ۱۹۹۸ کال کی هم په اسلام آباد زیات دباو واچاوه، ترڅو په اټمی وسلو سمبال نه شو، مګر موږ د امریکی دباؤونو ته له پاملرنې پرته؛ خپل کار او پروګرام ته دوام ورکړ.

له بلې خوا؛ پاکستان د دی هیواد په خاورې د امریکایی بی پیلوټه الوتکو حمله وغندله.  

****** 

اوس هم د افغانستان د چارو په باره کی د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو او څیړنو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:

د نړۍ مهمو ورځپاڼو په ننګرهار کې د کوچنیانو لپاره پر یوه غیر دولتی مؤسسه چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، حملې ته کتلی دی.

پر«سېف دې چلډرن» مؤسسې د برید په اړه نړېوالې تبصرې

نیویارک ټایمز: امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلی، د

ننګرهار په هغه ځای کې چې حمله وشوه، دوه ښوونځی وو او د

سویډن د کمېټې په ګاونډ کې د کوچنیانو د ملاتړ مؤسسه وه.

ورځپاڼې لیکلی چې د سویډن کمېټې دفتر له دغه ځایه ځکه کډه شوې چې د داسې حملو په اړه یې اندېښنه درلوده.

د چهارشنبې د ورځې له حملې وروسته، د کوچنیانو د ملاتړ ادارې یا سېف دې چلډرن اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل فعالیت بندوی.

نیویارک ټایمز په کابل کې د بریتانیا د سفیر «نیکولاسکې» له قوله لیکلی:

پر کوچنیانو او د هغوی لپاره پر خیریه ادارو هر ډول حمله د بشریت پر وړاندې جرم دی.

د ورځپاڼې په وینا، په افغانستان کې له یوې مودې راهیسې پرله پسې حملې او تاوتریخوالی دوام لری چې له تر ټولو خونړۍ یې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل ډلهییزه حمله وه. په دې حمله کې ۲۲ کسان ووژل شول چې پهکې ۱۴ بهرنیان شامل وو.

ګارډین

بریتانیایی ورځپاڼې ګارډین هم د جلالاباد د حملو په اړه لیکلی، په هغه ځای کې چې د سېف دې چلډرن دفتر دی، یو شمېر نورې مؤسسې هم دفترونه لری.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا، په دې ځای کې د نورو غیر دولتی دفترونو او مؤسسو شتون دا احتمال مطرح کوی چې ښایی د دغو حمله کوونکو اصلی هدف په ننګرهار کې د کوچنیانو د ملاتړ اداره نهوه. خو اسلامی دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

ډېلی مېل

ډېلی مېل ورځپاڼې هم لیکلی چې د چهارشنبې د ورځې حمله چې په جلالاباد ښار کې د کوچنیانو د ملاتړ پر دفتر وشوه، په افغانستان کې د خونړیو حملو څخه یوه ده.

د ورځپاڼې په وینا، دې مؤسسې له ۴۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه، خو اوس په دغه هېواد کې خپل دفترونه تړی.

ډېلی مېل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر څرګندونې هم نقل قول کړی چې وایی، پر ملکیانو او خیریه مؤسسو هر ډول حملې د بشری حقونو له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او حتی د جنګی جرایمو په توګه پېژندل کېدای شی.