د روهینګیا مسلمانانو د کړکیچ د هواري مشورتي پلاوی فرمایشي دی
د امریکې استازي د روهینګیا مسلمانانو د کړکیچ د هواري مشورتي پلاوی فرمایشي وباله او پکښې یې له کاره ډډه وکړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د روهینګیا مسلمانانو د کړکیچ د حل په مشورتي پلاوي کښې د امریکې استازي بِل ریچارډسن چې ټاکل شوې وه په دې لړ کښې د میانمار حکومت ته مشوره ورکړي، له خپل مقامه استعفا ورکړه.
هغه د خپلې استعفا د علت په هکله وویل چې دغه پلاوی فرمایشي دی او غړي یې د میانمار د حکومت مزدوران دي.
بل ریچارډسن د میانمار له خارجه وزیرې آنګ سان سوچي سره په ملاقات کښې د رویټرز خبري آژانس د دوو خبریالانو د آزادۍ غوښتنه کړې وه خو هغې نه وه منلې.
د ویلو ده چې د رویټرز خبري آژانس دوه خبریالان د میانمار د کړکیچ د کوریج په وخت د محرمانه اسنادو د راغونډولو په تور د دغه هیواد پوځ نیولي وو.
بل ریچارډسن د میانمار د پوځ د مسئولیت د معلومیدو په موخه د ډله ایزو قبرونو د مسئلې د څیړلو لپاره د تحقیق د یو خپلواک کمیشن د جوړیدو غوښتنه کوله.
په میانمار کښې د روهینګیا قام مسلمانان له کلونو راهیسې په دغه هیواد کښې له خپلو انساني او ټولنیزو حقوقو بې برخې دي او نن سبا یې حالات ډیر خراب دي.