د سلواغې د اتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64369-د_سلواغې_د_اتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2018 08:51 Asia/Kabul
  • د سلواغې د اتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د کابل د پرونۍ ترهګرې حملې په اړه یو زړه دردونکی انځور راخیستی او ورسره یې په غټو ټکیو لیکلي دي: طالبانو په ۹۵ مړو او ۱۵۵ زخمیانو سره د کابل د ځانمرګې چاودنه پړه ومنله.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د افغانستان پلازمینې کابل ښار پرون یوې زورورې چاودنې ولړزوه چې له امله یې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۵ ژوبل شوي دي.

په چاودنه کښې کارول شوي چاودونکي توکي په یو ایمبولانس کښې ځاې پرځاې کړی شوي وو او د بهرنیو سفارتخانو او حکومتي ادارو ته نزدې یوې ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه کښې د تلاشۍ په یو پوسټې کښې یې چاودنه کړې چرته چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت دفترونه، د اروپايي اتحادیې ودانۍ او د افغانستان د سولې د عالي شورا مرکز هم دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت د پخوانی ودانۍ په ځاې کښې شوې ده.

هغه زیاته کړه: بریدګر خپل له چاودونکو موادو ډک ایمبولینس صدارت څلورلارې ته ورسوه او د تلاشۍ له وړومبۍ پوسټې په دې پلمه تیر شو چې ګني په ایمبولینس کښې بیمار لري. د تلاشۍ په دویمه پوسټه کښې پولیسو بریدګر وپيژنده خو مخکښې له دې چې ډزې پرې وکړي، خپل ګاډی یې وچاوده.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې تر دې دمه ۹۵ مړي او ۱۵۵ زخمیان د کابل ښار درملیزو مرکزونو ته رسول شوي دي.

د دې حملې پړه د افغانستان طالبانو ډلې منلې ده.

اطلاعات:

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د کابل ترهګرې چاودنې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د غبرګون په اړه یو سرټکي کښې لیکلي دي: په کابل کې بم چاودنې د ترهه ګرو غیرانسانی هویت بیانندارې ته وړاندې کړ.

دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی  په کابل کې دبم چاودنې او بوږنونکی غمیزې د عاملانو غیر انسانی اقدام په سخته غندلی او د افغانستان له حکومت ،ملت او دقربانیانو له کورنیو سره ئې خواخوږی ښودلې ده .

 هغه وئیلي دي، اسلامي ایران تل دترهه ګرۍ په ټولو شکلونو کې له دغې سپیرې بلا سره د دومدارې مبارزې په ضرورت ټینګار کړی او په کرتو ئې په دې باب خپل کلک هوډ  نندارې ته وړاندې کړی دی .

 بهرام قاسمی زیاته کړې،دسیمې دهیوادونو صادقانه ملګرتیا، د ترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره  دمقابلې یوازینۍ لاره ده .

همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم بېګا په ټوئیټر پاڼه کښې په کابل کښې پرونۍ ترهه ګریزه حمله چې پکښې په سلګونو کسان مړۀ او ژوبل شول وغندله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه.

یاده دې وي چې دا په تیرې یوې اونۍ کې دوهمه بوږنونکی ترهه ګره حمله حسابیږی . څو ورځې مخکې هم دکابل په انټرکانټی نینټل هوټل باندې په حملې کې کابو څلویښت کسان وژل شوی او لسګونو نور ټپیان شوی وو . د دغو دواړو بوږنونکو حملو پړه طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده .

کیهان:

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا لندن ته د عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان په سفر باندې د انګریزانو د مظاهرو خبر راخیستی او لیکلي یې دي چې لندن ته د عربستان د ولي عهد په سفر اعتراض کوونکي د برتانیې د لومړۍ وزیرې د دفتر مخې راغونډ شول.

خبر زیاتوي دغه خلک چې پرون راغونډ شوي وو لندن ته د عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان د سفر په خلاف یې لیکلې شعارونه پورته کړي وو چې برتانیا باید د جنګي جنایتکارانو هرکلی ونه کړي او عربستان ته د وسلو ورکول بند کړئ.

په دغه اعتراض کې ګډونکوونکو ټنیګار درلود چې ددغه سفر پروګرام باید لغوه شي.

برتانیې ته د سعودي ولی عهد په سفر اعتراضونه له تیرې پنجشنبې پیل شوې او تر راتلونکې سه شنبې به روان وي.

د برتانیې د پارلمان په سایټ کې یوه پړپړه هم شریکه شوې چې په هغې کې د دغه هیواد له لومړۍ وزیرې ټریزامي غوښتل شوې چې لندن ته د عربستان د لومړي وزیر محمد بن سلمان سفر په مینځني ختیځ کې د هغه د جنګ غواړو سیاستونو په وجه لغوه کړي.

 له دې مخکې تر ۱۶۲۵ زیاتو کسانو د جمعې تر ورځې یوه پړپړه لاسلیک کړې او که د لاسلیکوونکو شمیر تر لسو زرو واوړي، د برتانیې دولت باید هغه ته ځواب ووایي که دغه شمیر یو لک لاسلیکونو ته ورسیږي دغه مساله به په پارلیمان کې مطرح شي.

د همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لولو: سوریه به دایران او روسیې په ملګرتیاسره له ترهه ګرۍسره مبارزې ته دوام ورکړ.

د سورئې ولسمشر بشار اسد له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دسورئې دپوځ بریالیتوبونو ته په اشارې سره  ووئیل ، د سورئې ولس د دوستو هیوادونو په ملګرتیا سره ،چې په سر کې اسلامی ایران او روسیې دی ، له ترهه ګرۍ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی .

 بشار اسد پرون په دمشق کې د آستانې د سولې د خبرواترو په بهیر کې  داسلامی ایران د لوړپوړی مرکچی او په ځانګړو سیاسی چارو کې دایران د خارجه وزیر لوړپوړی سلاکار حسین جابری انصاری سره په کتنې ووئیل ،  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې دوام  د سورئې دشخړې د سوله ایز حل لپاره زمینه برابروی .

 جابری انصاری هم په دغې کتنې کې ټینګار کړی ، دایران حکومت اوولس به  د سورئې له حکومت او ولس سره په تیره بیا له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او دغه هیواد ته دثبات په ستنیدا او بیارغاونې کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی .

دسورئې ولسمشر بشار اسد او جابر انصاری همداراز په بیلابیلو زمینو په تیره بیا له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې داړیکو پیاوړتیا ته د دواړو لورو د دلچسپۍ او دایران او سورئې د سټراټژیکو اړیکو په باب او دغه راز دروسیې په سوچی ښار کې د سورئې دملی خبرو اترو دکنګرې دغونډې دبریالیتوب لپاره  دهڅو په اړه  خبرې اترې او مشورې وکړې. ټاکل شوې ده د سورئې دملی خبرواترو کنګره د جنورۍ په ۲۹ او ۳۰ دسورئې په سوچی کې ترسره شی .

کابل چاپ:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره په پلازمېنه کې د تېرې ورځې په خونړۍ موټر بم حمله کې د درنې مرګ ژوبلې او پهدې اړه په نړیواله کچه په پورته شویو غبرګونونو بحثونه کړي دي.

    دنیا

دنیا ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې د کابل پرونۍ حملې ته په اشارې چې پهکې ۹۵ کسان ووژل شول او له ۱۵۰ زیات ټپیان شول، لیکلي دي چې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې امنیتي حالت خورا ترینګلی شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې دا پوښتنه کړې چې په کابل، ننګرهار، کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د دغو بوګنوونکو حملو عوامل څه کیدای شي؟ ایا د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی، ایا پاکستان، امریکا او افغان حکومت ته د وروستیو فشارونو سبق ورکوي؟

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم د اکثره دغو حملو تر شا د پاکستان د استخباراتي اداری لاس ښودلی کېږي، خو د ملي وحدت حکومت مشران باید پوه شي چې ولس ته دوی مسؤل دي، نه پاکستان او امریکا، نو پهکار ده چې دوی د ولس د ساتنې او ارامتیا لپاره جدي اقدامات وکړي او ولس له دغه‌شان د سړکونو پر سر له مظلومانه وژلو وژغوري.

    مسیر

مسیر ورځپاڼې پرونۍ حمله او پهکې درنه مرګ ژوبله د وحشتونو نوې څپه بللې او لیکلي یې دي چې افغانستان له پخوا راهیسې د پردۍ جګړې په اور کې سوځي، خو د ملي وحدت حکومت، افغانستان لا زیات د جګړې، وحشت او وژنو لور ته یوړلو.

ورځپاڼې لیکلي دي، پهداسې حال کې چې ولس ژاړي، خپلو اولادونو په سوځېدلو او ټوټه ټوټه جسدونو خاورې اړوي، خو ارګ یا له نور سره په چنو بوخت دی او یا هم د تدارکاتو کمېټې په غونډو بوخت دی.

ورځپاڼې په هېواد کې موجوده حالت د اندېښنې وړ بللې او لیکلي یې دي چې یو څوک باید د دې حالت په اړه ځواب ووایي، افغانانو ته پهکار ده چې نور نو سره یو شي او دغو وحشتونو ته د پای ټکی کېږدي.

    هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کابل د پرونۍ حملې یو لامل د هېواد د استخباراتي او کشفي ادارو کمزوري بللې او لیکلي یې دي چې دغه ادارې د ترهګرېزو فعالیتونو پر وړاندې پاتې راغلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې یوازې د افغان حکومت استخباراتي او کشفي ادارې نه، بلکه د ناټو او امریکا استخباراتي ادارې هم فعاله دي، خو بیا هم وسلهوال د دوی د کمزورۍ نه په ګټې اخېستنې خپلو اهدافو ته ځان رسوي.

ورځپاڼې وړاندې سپارښتنه کړې ده چې د ټولو کورنیو استخباراتي او کشفي ادارو په تشکیلاتو دې له سره غور وشي او مسؤل چارواکي باید ځواب ووایي.

    ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د پرونۍ حملی په اړه د خپل بحث په پیل کې کابل مخاطب کړی او پوښتلي دي چې کابله وایه چې د چا سپېره نظر وخوړئ؟

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې کابل بیا په وینو سور شو، بیا پهکې وړوکی قیامت جوړ شو.

د کانټیننټال هوټل د ویر ټغر لا ټول نه وو چې پرون د موټر بم چاودنې په سلګونو کورنۍ بیا ویرجنې کړې.

ورځپاڼې وړاندې په هېواد کې د موجوده حالت پړه پر حکومت اچولې او لیکلي یې دي چې دا د افغان چارواکو بې کفایتي ده چې نن یې افغانان بیه پرې کوي.

ورځپاڼه لیکي:

که له چارواکو سره د ولس فکر وي، نو همدا نن دې بېړنې حالت اعلان کړي او له موجوده حالته د وتلو په لارو چارو دې غور وکړي.

    ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې په تلو-تلو د هېواد امنیتي حالت لا پسې خراب او پیچلی شوی دی او طالبان او داعشیان په پلازمېنه کې په لسهاو بې‌ګناه خلک وژني.

ورځپاڼه لیکي چې په پرونۍ پېښه کې له درنې مرګ ژوبلې وروسته یو زیات شمېر کورنۍ د ویر په ټغر ناستې وې او دا ځکه چې عزیزان یې په دغه چاودنه کې وژل شوي وو.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي: د حالاتو په پام کې ساتلو سره خلک د ولسمشر او د هغه د کابینې د استعفا غوښتنه کوي، ځکه د ورځپاڼې په وینا دا کار به موجوده ناورین ته د پای ټکی کېږدي.                                     *************/////////////********