میانمار ته د مسلمانو کډوالو د ستنیدو لپاره هیڅ ضمانت نیشته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64419-میانمار_ته_د_مسلمانو_کډوالو_د_ستنیدو_لپاره_هیڅ_ضمانت_نیشته
د بشري حقوقو څارونکي، میانمار ته د روهنګیایی کډوالو په ستندیو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: میانمار ته ددغه کسانو د ستنیدو په وخته د هغوی دحفاظت لپاره هیڅ نړیوال ضمانت نیشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2018 03:05 Asia/Kabul
  • میانمار ته د مسلمانو کډوالو د ستنیدو لپاره هیڅ ضمانت نیشته

د بشري حقوقو څارونکي، میانمار ته د روهنګیایی کډوالو په ستندیو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: میانمار ته ددغه کسانو د ستنیدو په وخته د هغوی دحفاظت لپاره هیڅ نړیوال ضمانت نیشته.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د بشری حقوقو د څار تنظیم د اسیایی چارو مرستیال فیل رابرټسن پرون  په دې بیان سره چې  خپل هیواد ته د روهنګیایی کډوالو د ستنیدو لپاره شکونه موجود دي وویل: دا امکان شته چې  که هغوی  خپلو سیمو ته ستانه شی له هماغه شان حالاتو سره مخامخ شي له کومو چې تیښتې ته مجبوره شوې وو.

له دې مخکې ملګرو ملتو ویلې وو چې کابو نه لکه دوه شپتې زره روهنګیایی مسلمانانو د بنګله دیش په جنوب ختیځ کې سرحدي سیمو ته پناه وړې چې پکې شپږ لکه پینځه پنځوس زره د دوه زره اولسم کال د اګست له پینځه ویشتمې مخکط  په راخین ایالت کې د مسلمانانو په خلاف د تاوتریخوالي د نوې څپې له پیله مخکې بنګله دیش ته کډه شوې وو.بنګله دیش ویلې چې  د میانمار له دولت سره د موافقې په اساس د دغه کسانو د ستندیو بهیر به د  دوه زره اتلسم کال د جولایی له وروستیو پیل شي.

بنګله  دیش او میانمار د دوه زره اولسم کال د نومبر په پينځه ویشتمه   په راخین کې خپلو کورونو ته د روهنګیایی پناه غواړو د ستنیدو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړه خو ډیرو روهنګیای مسلمانانو ویلې چې میانمار ته  نه ستنیږي.  ملګرو ملتو له دې مخکې ویلې وو چې دغه ستنیدل باید په  خپله خوښه وي.