مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نننیو ویناؤ یوه برخه را اخیستله شوې ده. د ورځپاڼی په لیکنه، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای وویل: افغانستان ته د داعش له منتقلولو د امریکې مقصد په سیمه کښې د خپلې موجودګۍ توجیه کول دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د افغانستان په وروستیو ترهه ګریزو حملو کښې د بې ګناه خلقو په وژلې باندې د ژورې خواښینۍ په څرګندولو سره وویل: افغانستان ته د داعشی ترهه ګرو له منتقلولو څخه د امریکې مقصد په سیمه کښې د خپلې موجودګۍ د دوام توجیه کول، او د صهیونېسټ رژیم لپاره د امنیت رامنځته کول دی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای نن د فقهې د درس خارج د غونډې په ابتداء کښې، د افغانستان د وروستیو میاشتوپه پېښو کښې د سلګونو کسانو ټرور او قتل عام باندې د داعش لاسلیک ته په اشارې سره واضحه کړه: هم هغه لاسونه چې د داعش په جوړولو سره یې، هغه په سوریې او عراق کښې د خلقو په خلاف د ظلم او جنایت لپاره وسیله وګرځوله، نن په هغو سیمو کښې له ماتې وروسته، افغانستان ته د داعش په منتقلولو پسې دی، او وروستی قتل عامونه په حقیقت کښې د همدغه پلان شروع ده.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: د امریکې تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو لپاره سنی او شیعه مسلمانان فرق نه کوی، او د سنی او شیعه په شمول عام خلق د هغوی هدف دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای په خپلو کښې د
سیمې د ملتونو مشغولول د امریکایانو د وړومبۍ درجې سیاست
وبلۀ او وېی ویل: امریکه غواړی چې دا سیمه د خوشحالۍ مخ ونه وینی، او حکومتونه او ملتونه په خپلو کښې سره مشغول وی چې د استکبار له خبیث عامل یعنې صهیونېزم سره د مقابلې په فکر کښې نه شی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ناامنیو له رامنځته کولو څخه د امریکې مقصد په سیمه کښې د خپلې موجودګۍ توجیه کول وبلل او زیاته یې کړه: آمریکایان خپله په افغانستان کښې د ناامنۍ اصل عامل دی او هغه قتل عامونه چې د مذهب په نامه په دې سیمه کښې له تقریباً شلو کلونو راهیسې ترسره کېدل، په مستقیمه یا غېر مستقیمه توګه د امریکې د عواملو په ذریعه وو، او اوس هم په دې پسې دی چې د ناامنۍ په رامنځته کولو سره خپله موجودګی وساتی او خپل سیاسی او اقتصادی اهداف مخ په وړاندې بوځی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: د خداے لعنت دې وی په استکبار، د هغه په عواملو او صهیونېسټ خبیث او جنایتکار رژیم او امریکې باندې چې دا ډول مسلمانان نابودوی.
******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی لولو:« له اروپا سره د
ټرمپ تجارتی لانجه »
د امریکی ؤلس مشر، له دغه هیواد سره د اروپا اتحادیې په بهرنی سیاست؛ د نیوکې په کولو سره اعلان وکړ: ممکنه ده له دغې اتحادیی سره د واشنګټن اړیکی خرابی شی. ډونالډ ټرمپ د بریتانیی د«آی؛ټی؛وی» خبری شبکی سره په مرکه کی وویل: موږ نه شو کولای خپل محصولات اروپا ته ولیږو، ډیر ډیر ګران کار دئ. خو دغه اتحادیه خپل محصولات موږ ته لیژی؛ پرته له دې چی له هغوی څخه مالیات واخیستل شی، یا ډیر لږ مالیات ورکوی؛ چی دا ډیره بی انصافې ده.
ما؛ له اروپا اتحادیې سره زیات مشکلات لرلی دی، او ممکنه ده له دغې اتحادیې سره په تجارت پوری د مربوطو مسایلو له نظره، کار ډیرو پیچلو ځایونو ته ورسیږی. پداسی شرایطو کی، د اروپا اتحادیی اعلان وکړ: هر ډول تجارتی محدودیتونو ته، چی د امریکی له خوا ولګول شی؛ په چټکۍ سره عکس العمل ښیو.
******
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د ابو الغیظ له قوله لیکلی دی: د(بهار عربی) په نامه؛« د عربو هیوادونو د خلګو
پاڅون، د ورانیو او د او د عربانو په ضد د بی مخنیی ګواښونو سبب شو».
د دغې ورځپاڼی په لیکنه؛ د عربو اتحادیی عمومی منشی«احمد ابوالغیظ» اعلان وکړ: په ۱۳۹۰ لمریز کال کی د عربی هیوادونو د خلګو پاڅون؛ په حقیقت کی د حالاتو د بدلیدو لپاره هڅه وه؛ خو دغه هڅه، د عربی امت په خلاف، د بی مخینی خطرونو او ورانیو سبب شوه. هغه څرګنده کړه: دغه ورانۍ او خطرونه؛ د بهرنیو دخالتونو، او د داخلی تیرو وتنو له کبله رامنځته شول؛ چی د څو لسیزو په ترځ کی په عربی ټولنو کی را غونډی شوی وې.
ابوالغیظ همداراز؛ په یوې بیانیه کی د دې مسئلې په بیانولو سره، چی دئ؛ په کلکه په عربی تاریخ اعتراض او نیوکی لری، وویل: موږ په لیبیا کی د یوې تراجیدۍ کتونکی ؤو، او دا پدې معنا نه ده؛ چی موږ کولای شو له ۲۰۱۱ م کال څخه مخکی ، د لیبیا له حکومت څخه دفاع وکړو.
ابوالغیظ؛ دیته په اشارې سره چی په عربی ټولنو کی د بدلون د رامنځته کیدو لپاره، سنجول شوی پروګرامونه لازم ؤو؛ وویل: لیبیا؛ د ویشل کیدو او تجزیی په حال کی دئ.
اوس هم د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله، د کابل چاپ د ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د امنیتی پېښو په مخنیوی کې د افغان امنیتی ادارو پر ناکامۍ او د ټرمپ د ادارې پر نوې ستراتېژۍ په پورته شویو انتقادونو بحث کړی دی.
ویسا
ویسا ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په یو غټ سرلیک کې د یوه امریکایی کتونکی په حواله لیکلی دی چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د ادارې اوسنۍ ستراتېژی د کار نهده.
ورځپاڼه لیکی:
د وېلسن د تحقیقاتی مرکز د جنوبی اسیا د څانګې مسؤل مایکل کوګلمن په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلی دی: چې د ټرمپ د ادارې اوسنۍ ستراتېژی حالات نهشی سمولی. ورځپاڼې لیکلی دی چې ښاغلی کوګلمن د افغان حکومت ځینو کمزوریو ته اشاره کړې او لیکلی یې دی چې اوسنی حکومت په کورنیو سیاسی لانجو کې ښکېل دی او نهشی کولای خپلو خلکو ته لومړنی خدمات چې د امنیت ټینګښت او د روزګار برابرول دی وړاندې کړی. ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا موجوده حالاتو ته په کتو سپارښتنه کړې چې له نړۍ سره د اړیکو سربېره په هېواد کې موجوده حقایق باید له سره تعریف شی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې بیا په یوه تفصیلی مطلب کې له کانټیننټال هوټل څخه نیولې د صدارت د څلور لارې تر حملې پورې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې لیکلی دی چې حقایق دا جوتوی چې امنیتی ادارې د دې پېښو په وړاندې مسؤلې دی او د شوی غفلت لپاره د دې ادارې مشران باید محاکمې ته راښکل شی. ورځپاڼې وړاندې په ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د وروستیو حملو په پام کې ساتلو سره چې بشری جنایت دی، د حقانی شبکې په وړاندې اقدام وکړی او دا ځکه چې دې شبکې په څرګند ډول د دغو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی. ورځپاڼې لیکلی دی چې د حقانی شبکې غړی چې په پاکستان کې دی او د دغه هېواد د استخباراتو لهخوا یې ملاتړ کېږی، باید د بندیزونو په تور لېست کې شامل شی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د وروستیو خونړیو حملو په اړه د امنیتی او دفاعی ادارو د مشرانو څرګندونې راخیستی او لیکلی یې دی چې د امنیتی ادارو د مشرانو لهخوا استعفا ورکول د ستونزې حل نهدی، بلکې د حللاره زیات کار کول او د هېواد او د خلکو د دښمنانو په وړاندې ریښتینې او جدی مبارزه ده.
د ورځپاڼې په وینا دا هغه څه دی چې د امنیتی ادارو مشرانو ترې سرغړونه نهده کړې. ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د ځینو طالب مشرانو په اړه د امریکا وروستی اقدام ته اشاره کړې چې له مخې یې دغه مشران په تور لېست کې شامل کړای شوی. ورځپاڼې لیکلی دی چې د امریکا دې او مخکېنیو اقداماتو پاکستان لا زیات وارخطا کړی او له وېرې سرهیې مخامخ کړی دی.
افغانستان ما
افغانستان ما ورځپاڼې بیا د ترورېزم په خلاف مبارزه د اسلامی هېوادونو ګډ مسؤلیت بللی دی او لیکلی یې دی چې تر هغو چې له ځینو ډلو او په تېره بیا له طالبانو سره د پاکستان، سعودی عربستان او د افغانستان د ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو اړیکې لهمنځه ولاړې نهشی، نو په اسلامی هېوادونو کې به د ترورېزم په خلاف د مبارزې صف ونهتړل شی. ورځپاڼې لیکلی دی چې یوازې هغه مهال د اسلامی هېوادونو له لمنې د افراطیت داغ پاکېدای شی چې دغه هېوادونه د افراطیت په وده کې او همداراز د هغې په وړاندې په مبارزه کې خپل رول ومنی.
اوټ لوک
د اوټ لوک انګلیسی ژبې ورځپاڼې بیا په حکومت انتقاد کړی دی چې په سیستم کې د موجودو جاسوسانو په پېژندګلوۍ کې پاتې راغلی دی. ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د یوه غړی په حواله لیکلی دی چې په نظام کې دننه ځینی کسان شته چې له طالبانو سره همکاری کوی.
ورځپاڼه لیکی: په افغان حکومت او د هغې په امنیتی دستګاه دا انتقادونه داسې مهال کېږی چې اوس اوس د حملو په یوه نوې څپه کې چې مسؤلیت یې طالبانو او داعش منلی دی، په سلګونه کسان ووژل شول.
ورځپاڼې د مطلب په پای کې د ځینو کتونکو دا سپارښتنه راخیستې چې خلک باید د یو دولت لهخوا د تمویلېدونکی ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره یو شی او پهدې توګه خپل هېواد او خلک وژغوری.