افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
په تیره اونۍ کی د اندونزیا ؤلس مشر؛ پاکستان ته په سفر کی، د دؤو هیوادونو او د افغانستان د عالمانو د ګډې کمیټی د جوړولو غوښتنه وکړه؛ چی هدف یی په افغانستان کی د سولې راوستل دی. د پاکستان لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی» د پنجشنبی په ورځ، د سویزرلینډ په داووس کی د اقتصاد د نړیوالی ټولنې په غونډه کی وویل:
هیواد یی د چین او امریکی په شمول؛ له ټولو هیوادونو سره د پایدارې همکارۍ د پراختیا په لټه کی دئ. سربیره پردې، په تیره اونۍ کی او د امریکی او پاکستان په اړیکو کی د لانجې په دوام کی، د پاکستان خارجه وزیر د اسلام آباد له دولت سره د مالی مرستو د ځنډولو په عکس العمل کی وویل:
پاکستان؛ دغو مرستو ته کومه اړتیا نه لری. له بلې خوا؛ پداسی حال کی چی د افغانستان خلګ له خپل هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی؛ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو قوماندانۍ، دغه هیواد ته د نویو بم غورځنګونو الوتکو د استولو خبر ورکړ. په تیره اونۍ کی همداراز د افغانستان د ملی امنیت ادارې، په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: شواهد ښیې؛ هغه چاودیدونکی توکی چی یرغلګرو د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کی په کار وړی ؤو، د پاکستان ساخت دی. په همدی حال کی په پاکستان کی د افغانستان سفیر«عمرزاخیلوال»، د پاکستان د پوځ له مشر، جنرال«قمر جاوید باجوا» سره په کتنه کی، د دؤو هیوادونو ترمنځ د باور رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
اوس هم د مطلب په دې برخه کی د تیرې اونۍ دوې مهمی پیښی په لا دقیقه او مفصله توګه څیړو:
د پاکستان لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی» په سویزرلینډ کی د داووس د نړیوالی ټولنې د کنفرانس ترڅنګ، په یو خبری کنفرانس کی ټینګار وکړ: اسلام آباد، له چین او امریکی سره د پایداری همکارۍ د پراختیا په لټه کی دئ. په همدی حال کی د
پاکستان خارجه وزیر«خواجه محم آصف» هم، د داؤوس په کنفرانس کی پخپلو ویناؤو کی تاکید وکړ: د اسلام آباد او واشنګټن اړیکی باید، د افغانستان د بدلونونو په اساس تعریفی نه شی.
د پاکستان د دغو دؤو سیاسی لوړ پوړو مقامونو څرګندونی ښیې، چی دغه هیواد هڅه کوی د اسلام آباد او واشنګټن د اړیکو نوئ تعریف وړاندی کړی؛ چی د افغانستان په بنسټ نه وی. دا پداسی حال کی ده؛ چی د دؤو لورو د اختلاف ډیر مهم مورد، د افغانستان بدلونونه دی، چی امریکا په پاکستان تور لګوی؛ چی د افغانستان په وړاندی دوه ګونئ سیاست غوره کوی. د پاکستان خارجه وزیر په ډاګه نه دی ویلی؛ چی د افغانستان له بدلونونو پرته به، د اسلام آباد او واشنګټن د همکاریو چورلیز، کوم مسایل وی. له ۱۹۴۸ کال څخه د امریکی او پاکستان اړیکی پیل شوې، او د امریکی
او شوروی اتحاد؛ د سړې جګړې په وخت پوری د مربوطو بدلونونو په چوکاټ کی، پاکستان د واشتنګټن په سیاست کی مناسب سیمه ایز موقعیت وموند. خو د امریکا او پاکستان د ډیرو ښو اړیکو دوره، په افغانستان د شوروی د سره پوځ له حملې وروسته وه؛ چی د شوروی له پوځ سره د مقابلې د ځواکونو د جوړولو لپاره، د امریکی میلیاردی مرستې پاکستان ته ورسیدلې. که څه هم د شوروی د جمهوری اتحاد له سره پاشل کیدو وروسته، د امریکی په سیمه ایز سیاست کی د پاکستان موقعیت کمزورئ شو، خو له ۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان د امریکی په حملې سره، یو ځلې بیا د واشنګټن او اسلام آباد اړیکی یوې نوې مرحلې ته ورسیدلې.
د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد، پروفسور «ظفر نواز جاسپال» پدې باره کی وایی:« په ۲۰۰۱ م کال کی امریکا په افغانستان حمله وکړه، د پاکستان د لجستیکی او پوځی امکاناتو د ملاتړ له کبله، وټاکل شول چی امریکا یوه اندازه پیسې، اسلام آباد ته ورکړی، چی په ۲۰۱۱ کال کی دری نیم میلیارد ډالره؛ پاکستان ته وسپارل. دا یعنی زرینی دورې ته د دؤو هیوادونو د اړیکو رسیدل؛ چی په زیاته اندازه امریکی تری ګټه
وړله».
د امریکی د پخوانی ؤلس مشر د مرستیال« جوبایډن» څرګندونو ته په پام سره، چی ویلی یی ؤو پاکستان؛ ۵۰ ځلې له افغانستان څخه لا زیات زموږ لپاره اهمیت لری، د پاکستان دولتی مقامونه هماغه راز هیله من دی، چی د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» دولت هم، د پاکستان سیمه ایز موقعیت ته په پام سره، له دغه هیواد سره خپلې اړیکی زیاتی کړی. خو؛ پدې هکله دوه ټکی د پام وړ دی: لمړئ دا چی امریکا نه غواړی د دغه هیواد له پولو څخه د بهر ډیر اوږد مهال جنګ څخه، ماته خوړلې ووځی. په همدی دلیل؛ د پاکستان دولت همکارۍ ته اړمنه ده، او د خپلې همکارۍ بنسټ هم؛ افغانستان ټاکلئ دئ. دویم دا چی؛ امریکی په عمل کی ښودلې ده، چی پخپل سیمه ایز سیاست کی یی؛ د پاکستان پرځای هند غوره کړئ دئ، او داسی بریښی چی له دغه اقدام څخه د واشنګټن ډیر مهم هدف، د افغانستان په وړاندی پخپلو سیاستونو کی د بدلون راوستو، او پدغه هیواد کی د خپلو دوه ګونو رودو د ختمولو لپاره د پاکستان لمسول دی.
په پاکستان کی د سیاسی چارو څیړاند«عبداللطیف نظری» باوری
دئ:« پاکستان؛ د سیمه ایزو ملګرو په موندلو، او له روسیې؛ چین او ترکیې سره د اړیکو په پراختیا سره، هڅه کوی د امریکی دباؤونه شنډ کړی. په سیمه کی د امریکی لپاره د پاکستان اهمیت ته په پام سره، واشنګټن به بالآخره په اسلام آباد د خپلو فشارونو کمولو ته اړ ایستل شی».
په هر حال، افغانستان ته له کتو پرته؛ له امریکی سره د پاکستان د نویو اړیکو د تعریفولو لپاره، د پاکستان د دولتی مقامونو له هلو ځلو سره سره، داسی نه بریښی چی واشنګټن هغه ومنی. ځکه چی په اوسنی پړاو کی؛ امریکا د پاکستان دوه ګونی سیاستونه، په افغانستان کی د امریکی پوځ د مشکلاتو ډیر مهم لامل ګڼی، او پدی لټه کی ده، چی پاکستان ته له هر ډول امتیاز ورکولو پرته؛ دغه هیواد په افغانستان کی د خپلو سیاستونو بدلولو ته اړ باسی. دا پداسی حال کی ده؛ چی د اسلام آباد دولت له امریکی سره له خپلو اړیکو څخه د دغې مسئلې د بیلولو په هڅې سره، د افغانستان پر سر له ټرامپ سره د معاملې کولو په لټه کی دئ. دا پدې معنا ده؛ چی د پاکستان دولت له نظره، د امریکی ؤلس مشر باید؛ د معاملې نوې تجربه و آزمایی، او وپوهیږی چی په وړیا توګه نشی کولای په سیمه کی خپل سیاستونه او اهداف پرمخ بوزی.
پداسی حال کی چی د افغانستان او پاکستان اړیکی، هماغه شان لانجمنی دی، په پاکستان کی د افغانستان سفیر«عمر زاخیلوال»، د پاکستان پوځ له مشر؛ جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلی، او پدې هکله یی د دؤو اړخیزو همکاریو د پراختیا د لارو چارو په باره کی خبری اترې وکړې.
د افغانستان سفیر؛ پدې کتنه کی د دؤو هیوادونو او د سیمی ترمنځ، د سولې او آرامتیا د پراختیا او د اعتماد فضا د رامنځته کیدو غوښتونکئ شو. د ډیپلماټیک دود سره سم په پاکستان کی د افغانستان سفیر باید، د دغه هیواد له خارجه وزیر او یا د خارجه وزارت له یو بل مقام سره لیدنه او خبری اترې کړی وای. خو، د پاکستان د پوځ له مشر«قمر جاوید باجوا» سره د زاخیلوال لیدنه ښیې؛ چی له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو کی، د اسلام آباد دولت ټاکونکئ رول نه لری، او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د همکارۍ هر ډول موافقه باید، د افغانستان د دولت او د پاکستان د پوځ ترمنځ بڼه ونیسی. په افغانستان سربیره، له هند سره د اړیکو ډول؛ د کشمیر په وړاندی د اسلام آباد دریځ، او همداراز له امریکی سره د اړیکو څرنګوالئ هم، د پاکستان پوځ ټاکی. له دې رویه؛ په اسلام آباد کی د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان
د سفیر کتنه؛ پداسی شرایطو کی چی دغه هیواد د افغانستان په
وړاندی د خپل دریځ د بدلولو لپاره د امریکی تر دباؤونو لاندی دئ، له اهمیت څخه برخور ګنله کیږی. قمر جاوید باجوه هڅه کړې ده، داسی وښیې چی پاکستان د افغانستان په ملګرتیا کولای شی، د خپلو مشکلاتو په حلولو سره خپلې اړیکی هم پراخی کړی، او بهرنیو دخالتونو ته کومه اړتیا نشته.
په پاکستان کی د سیاسی چارو کار پیژاندئ«عقیل یوسفزی» باوری دئ:
« د پاکستان دولت ښه ترا پوهیږی؛ چی د افغانستان له دولت سره له ښو اړیکو پرته نشی کولای خپل سیاستونه پرمخ بوزی. تر اوسه پوری دا پاکستان ؤ، چی له کابل سره د خپلو اړیکو د خرابیدو له کبله زیانمن شوئ دئ. سره له دې حاله؛ پاکستان باید په عمل کی خپل صداقت وښیې.
دا پداسی حال کی ده؛ چی د افغانستان دولت، د کابل له دولت سره د همکارۍ کولو لپاره، د اسلام آباد دولت د ظاهری لیدنو کتنو اوشعارونو د ختمیدو غوښتونکئ دئ.
له دې کبله؛ پداسی حال کی چی پاکستان د امریکی تر دباؤونو
لاندی دئ؛ د دغه هیواد د پوځ له مشر سره د افغانستان د سفیر کتنه کولای شی د افغانستان په باره کی د پاکستان پوځ د دریځونو یو ډول آزمویل، او د دی مسئلی معلومول وی؛ چی د واشنګټن دباؤونو ترکوم اندازې د افغانستان په اړه د اسلام آباد په دریځونو اغیز شیندلئ دئ.
پاکستان؛ د پخوا په شان افغانستان خپله سرایچه ګڼی، او انتظار لری، چی له هند سره د پوځی- امنیتی همکارۍ د نه کولو، په افغانستان کی د دغه هیواد د نفوذ د کمولو، د افغانستان په سیاسی جوړښت کی د طالبانو لپاره د مهم موقعیت د ټاکلو، او د دؤو هیوادونو د نړیوالی پولې په توګه، د ډیورند د فرضی کرښې د پیژندلو په شان، د پاکستان ملاحظې په پام کی ونیسی، چی د کابل دولت یی نه منی. له دې رویه د پاکستان دولت پدی وروستیو کی له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو موضوع مطرح کړې ده، او افغانستان ته د هغوی د ستنیدو غوښتونکئ دئ؛ ترڅو د کابل په دولت خپل دباوونه وساتی او حتی زیات یی کړی.
په افغانستان کی د سیاسی چارو د څیړاندی«احمد سعیدی» له نظره؛« پاکستان؛ د خپلو سیاستونو د بدلولو لپاره، تر نړیوالو
فشارونو لاندی دئ، او له دې کبله فرعې مسایلو ته په لاس پوری کولو سره، د نړیوالو د افکارو او پام د اړولو په لټه کی دئ، او په همدی حال کی؛ له پاکستان څخه د افغانستان د وارداتو کمیدل، اسلام آباد خواشینی کوی.
په هرحال؛ د افغانستان د دولت له نظره، پاکستان باید د سیاسی بدلونونو، او د افغانستان د بهرنیو اړیکو د ډول په درک کولو سره، د کابل له دولت سره د یاد هیواد د خپلواکۍ او ملی حاکمیت په نسبت د احترام د ساتنې په اساس، نوی مناسبات او اړیکی پیل کړی. ځکه چی د کابل له دولت سره د اسلام آباد په اړیکو کی د لانجې دوام، د نوی ډیلی په ګټه دئ.