د حضرت فاطمه زهرا(س) د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
سبا د جمادي الاول د میاشتې دیارلسمه نیټه د یو روایت له مخې د اسلام د قدرمن پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د ګرانې لور او د امیر المومنین امام علي علیه السلام د میرمنې بي بي فاطمه زهرا سلام ا... علیها د شهادت کلیزه ده.
د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ مینه وال نن شپه او سبا د ورځې په جوماتونو، امامباړو او نورو مذهبي ځایونو په تیره بیا په مشهد کښې د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام په پاک حرم او همداشان په قم ښار کښې د هغوي د ګرانې خور بي بي معصومې(س) په حرم کښې د ویر او ماتم مراسم ترسره کوي.
بي بي فاطمه(س) د بعثت په پنځم کال د جمادي الثاني په شلمه نیټه په مکه مکرمه کښې زیږیدلې وه. دغه قدرمنه بي بي له ماشومتوب څخه د خپل بزرګواره پلار حضرت محمد(ص) تر لارښوونو لاندې له لوړي الهي معارفو سره بلده شوه.
حضرت فاطمه زهرا(س) په خپل ټول ژوند کښې سخاوت، ایثار، زغم، صبر، قناعت، د پروردګار عبادت او له تنګلاسو او بې وزلو سره مرسته په ډیره ښکلې بڼه ترسره کړه او د امام حسن او امام حسین علیهم السلام په شان ستر او تاریخ جوړونکي انسانان یې په خپله غیږه کښې وروزل.
دغه قدرمنه بي بي د اتلسو کالو په عمر کښې د وخت د واکمنانو د ډیرو ظلمونو او د خپل خوږ پلار د وفات د غم په وجه د یو روایت له مخې د یوولسم قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په دیارلسمه او د یو بل روایت له مخې د همدغه کال د جمادي الثاني په دریمه نیټه شهیده شوه.
مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او د عصمت او طهارت د کورنۍ مینه والو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.